Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2024

په خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو او میندو د شمېر زیاتوالی؛ ډېری یې په کندهار او پکتیکا کې دي

0
د سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال فدراسیون وایي، په افغانستان کې د ماشومانو او امیندوارو او شیدې ورکوونکو میندو د خوارځواکۍ کچه په شدت لوړه شوې ده.


د سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال فدراسیون د اندېښنه په ښودلو سره ویلي یې چې دا مهال په ټول افغانستان کې درې میلیونه او ۲۰۰زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۸۴۰زره امیندواره او شیدې ورکوونکې میندې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.


دغه فدراسیون د دوشنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۱مه په خپله ایکس‌پاڼه د یو ګډ راپور په خبرولو سره زیاته کړې چې له دې شمېره ۱.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ او په ټکو یې له مړینې او کمزوري ادراکي فعالیتونو درلودنکي حالت سره مخ دي.


د راپور له مخې، د دې ماشومانو او میندو تر ټولو لوړه کچه د افغانستان په کندهار او پکتیکا ولایتونو کې ده.


د راپور په ټکو، په کندهار له پنځو کلونو کم عمره له یو لک او درې زرو زیات ماشومان او نږدې ۴۲زره امیندواره او شیدې ورکوونکې میندې او پکتیکا ولایت کې بیا نږدې ۴۸زره ماشومان او له ۱۷زرو زیاتې امیندواره او شیدې ورکوونکې میندې په شدیدې خوارځواکۍ اخته شوي دي.




دا په داسې حال کې ده چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو او میندو ځینې کورنۍ وایي، د بد اقتصادي وضعیت له امله له دې حالت سره مخ شوي دي.


د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي او په خوارځواکۍ د اخته درې کلن اتل پلار شېر محمد ازادي راډیو ته وویل: "زما دوه زامن دي چې دا یو یې په ډېر بد حالت کې دی او شدیدې خوارځواکۍ اخته شوی، موږ دومره څه نه لرو او وضعیت مو داسې نه دی چې ده ته ښه خوراک راوړو، مزدوري نه‌شته او په دې ملک کې وچکالي هم ده، بس ډېر بد حالت کې یو."


خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د دوشنبې په ورځ رسنیو ته په استولي ویډیویي پیغام کې ویلي چې دوی په خوارځواکۍ اخته میندو او ماشومانو ته د روغتیایي خدمتونو د رسولو هڅې کوي.


زمان وویل: "د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د چې د ای‌پي‌ډي یا بستریزو سیاټونو په زیاتولو سره په لرې پرتو سیمو او ولایتونو دغه راز مرکز کې د سوی تغذیې اخته ماشومانو او میندو نه معیاري خدمتونه وړاندې کړو."


د افغاني سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال فدراسیون هم ویلي چې په دې برخه کې روغتیایي مرکزونو ته د مرستو لپاره د عاجلو اقداماتو په هڅه کې دي.




یو شمېر افغان ډاکتران وایي، د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره تر ټولو ښه وخت میندو ته د امیندوارۍ پر مهال او د ماشومانو د نوي پیدایښت پر مهال دی چې باید دي پاملرنه ورته وشي.




د نسایي ولادي څانګې متخصصې ډاکترې سونیتا بهرام ازادي راډیو ته وویل: "کورنیو ته په ځانګړې توګه هغو ته چې په کور کې ورسره امیندواره میندې اوسېږي، زموږ توصیه دا ده چې د امیندوارۍ پر مهال دې خپلو مېرمنو ته د روحي رواني اړخه جدي پام وکړي، ځکه کله چې له رواني اړخه د میندو حال ښه وي دوی له هرو هغو خوارکي توکو چې ورته د لاسرسي وړ وي، ښه انرژي اخیستی شي نو په دې ډول هم د مور او هم د ماشوم د خوارځواکۍ مخنیوی کېدای شي."


د سرې میاشتې او سره صلیب د نړیوال فدراسیون راپور کې ویل شوي چې میندو او ماشومانو کې د خوارځواکۍ د بېسارې او خطرناکه کچې د لوړېدو لاملونه د ۲۰۲۴م کال د مې او سپټمبر میاشتو تر منځ موده کې د دوامدارې وچکالۍ، طبیعي پېښو، له مېنو د خلکو د بې‌ځایه کېدو، د خوړو نه خوندیتوب، بې‌کاري او د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت دی.


د یادونې ده چې د سږ میلادي کال له پیله تر اوسه د ګڼو اقتصادي ننګونو تر څنګ وچکالیو او شدیدو سېلابونو او ورښتونو هم د دغه هېواد اکثره ولایتونه وځپل او آن زرګونه کورنۍ یې له خپلو مېنو بې ځایه کېدو ته اړ ویستې.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net