پولیس: پنجاب کې پارېدلو کسانو د دیني مقدساتو د سپکاوي په تور ۱ تن ژوبل کړی دی
![پولیس: پنجاب کې پارېدلو کسانو د دیني مقدساتو د سپکاوي په تور ۱ تن ژوبل کړی دی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-e528-08dc7d5f4d53_cx6_cy5_cw93_w800_h450.jpg)
پولیسو د مې پر ۲۵مه تر پېښې څو ساعته وروسته په بیان کې وویل چې په مجاهد کالونۍ کې خلکو د دیني مقدساتو د سپکاوي تر تور پورې کولو وروسته د مسیحیانو (عیسویانو) پر یوې کورنۍ برید وکړ او تورن کس یې وواهه.