د افغانستان د پکتیا ولایت مرکز ګردېز اړوند د کډوالو په ښارګوټي کې د یو روغتیايي مرکز د جوړولو کار پیل شوی دی. دغه روغتون د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ جوړیږي چې د ځايي خلکو لپاره به د داخله، ماشومانو، زېږون، جراحۍ او واکسینو په برخو کې خدمتونه وړاندې کوي. ويډيو رپورټ
فرهاد علي شاه، چې یو مشهور شاعر او لیکوال دی، د مې پر ۱۵مه شپې مهال په اسلام اباد له خپل کوره وتښتول شو، خو تر اوسه د هغه د لادرکه کولو مسوليت چا نه دی منلی، البته د بشري حقونو يوشمېر فعالان او د نوموړي د کورنۍ ځينې غړي د هغه د لادرکۍ تور د پاکستان پر استخباراتي ادارو پورې کوي.
ځايي اوسیدونکو د مې پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې ډزې د شپې له دوه بجو څخه پیل شوې او د سهار تر لمر خاته يې دوام وکړ، خو د هغوی په وينا، اوسمهال دواړو خواوو ته ډزې بندې شوې دي.
د ترهګرۍ ضد څانګې (سې ټي ډي) چارواکو د مې پر ۱۶مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته د وینا په مهال دعوه وکړه چې وقار عباس او حسین اکبر په نامه نیول شوی کسان د اهلسنت والجماعت پر دینی عالمانو په بریدونو کې ککړ دي.
یو مصري نجار (ترکاڼ) له پاتې شویو لرګیو، کاغذ او شیشې څخه هنري توکي جوړوي. هغه وايي، داسې هنري توکي جوړوي چې ان ماشینونه یې د جوړولو توان نه لري. د هغه نجار هنري توکي په نندارتونونو کې هم ښوول کېږي او هیله من دی چې په نورو هېوادونو کې یې هم خلکو ته وښيي. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.