د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د پرون ورځې او تیرې شپې د قربانیانو شمېر سلګونو ته رسیدلی دی.
د وروستیو سیلونو په ځانګړي ډول په بغلان ولایت کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اړولي دي .دې سیلونو په مرکزي بغلان او د دې ولایت په څو نورو سیمو کې سلګونه کورونه ویجاړ کړي دي.
بل پلو په بدخشان ولایت کې هم تر تېزو او زیاتو بارانونو وروسته سېلابونه راغلي خو د ځايي طالب چارواکو په وینا، هلته یې ځاني زیانونه نه دي رسولي.
سمیع عطاقل؛ هغه افغان وګړی چې د قزاقستان د محکمې له حکم سره- سره له دغه هېواده وتو ته چمتو نه دی. هغه تورن دی چې د کډوالۍ قوانین یې نقض کړي او د آستانې په هوایي ډګر کې یې د خپل افغان پاسپورټ له څېرلو سره، افغانستان ته د خپل جبري ستنولو مخنیوی کړی. نور په دې راپور کې ووینئ:
د خیبر پښتونخوا کواټ ضلعې د افغان کډوالو په کیمپ کې یو مدني فعال الله میر میاخېل په خپل کور کې هغو نجونو ته تعلیم ورکوي چې ښوونځیو ته نه ځي. میاخېل وایي، غواړي چې د هلکانو ترڅنګ نجونه هم د زده کړو مساوي حقونه ولري. د ده په خبره، له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې نجونو ته تر درېیم ټولګي پورې بنیادي تعلیم ورکوي. هغه وایي، د کډوالو په هغه کیمپ کې تر ۵۵،۰۰۰ پورې کډوال اوسي چې پکې د نجونو یوازې دوه ښوونځي دي. دی وايي چې ډېری نجونه ځکه هغو ښوونځیو ته نه شي ورتللای چې کورونو یې لیرې دي. ویډيويي راپور.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.