نړیوال جام؛ سریلانکا افغانستان ته د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه
د دې لوبې پچه افغانستان ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه.
سریلانکا ته په توپوهنه کې پتون نساکا ۴۶، لوبډلمشر ګوشال مېنډس ۳۹ او سدیرا سمراویکرما ۳۶ منډې وکړې.
په افغان توپ اچوونکو کې بیا فضل حق فاروقي ۴، مجیب الرحمن ۲، راشد خان او عظمت الله یوه یوه وېکټ واخېسته.
افغانستان به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.
