د پاکستان صدراعظم: که له افغانستانه موږ لوبه ګټلې وای، جایزه مو د بې اسناده کډوالو ویستونکو ځواکونو ته ورکوله
کاکړ دا خبره تازه په یوه ټلویزیوني مرکه که کړې ده.
هغه د افغان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ له خوا له پاکستانه ایستل کېدونکو افغان کډوالو ته د لوبې د غوره لوبغاړي د جایزې د ډالۍ کولو په غبرګون دا خبره کړې ده.
افغانستان له پاکستان څخه په کرکټ نړیوال جام کې څو ورځې مخکې لوبه وګټله خو لا هم دا لوبه او پایله یې تاوده بحثونه پاروي.
پاکستاني چارواکو د یو میلیون او اوه لکو بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو پلان جوړ کړی او وايي د نومبر له اولې وروسته دا افغانان که ونه وځي په زور یې باسي.
