Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

پر غزې د اسراییلو د بریدونو دوام؛ په سیمه کې د بشري وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکړل شوی

0
پر غزې د اسراییل د هوایي بریدونو له تېزېدو سره ملګري ملتونه په سیمه کې د بشري وضعیت د خرابېدو خبرداری ورکوي.


د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې خبرداری ورکړ چې که غزې ته سمدستي تېل ونه رسېږي نو په دې سیمه کې مرستندویه فعالیتونه زښت زیات کم کړي.


دغه خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې په غزه کې روغتیایي چارواکو وویل چې د روغتونونو امکانات ډېر محدود شوي او د ګڼو ټپیانو په درملنه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.


چارواکو په سیمه کې د اسراییلي جېټ الوتکو د تېرې ورځې په بمباریو کې د په سلګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


ملګرو ملتونو ویلي چې په دې وروستیو ورځو کې یې هغو روغتونونو ته چې د ټپیانو درملنه کوي، یوڅه مرستې لېږدولي، خو د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې چې په غزه کې د بشري خدمتونو تر ټولو لویه چمتو کوونکې اداره ده، ویلي چې تېل یې په ختمېدو دي.


د دې ادارې ویاندې لیلي ایسپوزیتو وویل چې له تېلو پرته یې لارۍ نه شي کولای په غزې تړانګه کې لیرې ځایونو ته مرستې ورسوي او مجبوره دي چې پرېکړه وکړي، په کمو تېلو سره کوم فعالیتونه سرته ورسوي او کوم نه.


ملګري ملتونه وایي، د غزې له ۲،۳ ملیون وګړو شاوخوا ۱،۴ میلیون یې له خپلو مینو بې ځایه شوي چې تقریباً شپږ لکو یې د ملګرو ملتونو په پناه ځایونو کې اړولي دي.




د اسوشېټېډپرېس آژانس د راپور له مخې د اسراییل پوځ پرون سې شنبې وویل چې په تېره یوه ورځ کې یې په غزه کې ۴۰۰ هوایي بریدونه کړي چې هغه د مخکېنۍ ورځې د ۳۲۰ بریدونو پرتله زیات وو.


پوځ ویلي، په دغو بمباریو کې یې سخت دریځي وسله وال وژلي او د هغوی ترځمکې لاندې تونلونه، د قوماندې مرکزونه، وسلتونونه او نور پوځي تاسیسات له منځه وړي دي.


پوځ همدارنګه حماس تورن کړی چې په غزه کې د ملکیانو په منځ کې ځانونه پټوي.


د حماس تر ولکې لاندې غزه کې د روغتیا وزارت وویل چې د دوشنبې او سې شنبې ورځو ترمنځ لږترلږه ۷۰۴ کسان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.


خو دې آژانس ویلي چې د مړو دغه شمېر چې حماس وایي، د روغتونونو له رییسانو یې ترلاسه کړي، په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.


دا د اسراییل او فلسطین ترمنځ د څو لسیزو کړکېچ په ترڅ کې په ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بمباریو کې د فلسطینیانو د مرګ ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره ده.


د راپور له مخې په غزه کې به د مړو شمېر لا زیات شي چې کله اسراییل له پلان سره سم په سیمه کې ځمکني عملیات پیل کړي.


په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي پرون سې شنبې خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات نه شي کولای چې د یوې ورځې د مړو دغه شمېره تایید کړي.


هغه وویل، د روغتیا وزارت د حماس له خوا اداره کېږي او د ده په باور په هر هغه څه کې چې حماس یې په ښکاره اعلانوي باید له دقته کار واخیستل شي.


د اسراییل پر جنوبي ښارونو د حماس له لوري د اکټوبر د اومې له برید وروسته چې اسراییل غزه کلابنده کړې، وګړي یې د خوراکي موادو، اوبو او درملو له سخت کمښت سره مخ دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net