Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

سروې: د ۸۰ سلنه افغان مېرمنو د ګټې وټې فعالیتونه کم شوي

0
د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې د راپور له مخې په سلو کې ۸۰ سلنه افغان ښځې وایي چې د ګټې فعالیتونه یې کم شوي دي.


د جنسيتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو سازمان دفتر وايي، افغان ښځې له هغو بنديزونو سره مخ دي چې د دوی د ګټې وټې فرصتونه محدودوي.


د یوې سروې له مخې چې د ملګرو ملتونو د دې دفتر له خوا د روان کال په جون میاشت کې تر سره شوې، په افغانستان کې ۸۰ سلنه ښځو ویلي چې د ګټې فعالیتونه یې کم شوي دي.


دا شمېر په اپرېل کې ٧٥ سلنه و.


د هغو معلوماتو او سروې پر بنسټ، چې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګې په ۲۲ ولایتونو کې له ۵۹۲ ښځو سره د مرکو په ترڅ کې ترلاسه کړي، ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمايي کې په پرېکړو کولو کې هم د ښځو ونډه د پام وړ کمه شوې ده.


په سروې کې راغلي، نږدې ټولو دغو ښځو ویلي چې طالبان باید په هېڅ صورت په رسميت ونه پېژندل شي او یا دې هم د دوی په رسمیت پېژندل د ښځو د حقونو او ژوند په ښه والي مشروط وي.


د دغه راپور له مخې، د جنورۍ او مارچ څخه تر اپرېل او جون پورې په افغانو ښځو کې د خپګان، اضطراب او ګوښه توب کچه له ۵۷ سلنې څخه ۶۹ سلنې ته لوړه شوې ده.


د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو څانګه وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې طالبانو تر ۵۰ ډېر داسې فرمانونه صادر کړي چې په مستقیم ډول د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.




یو شمېر افغان ښځې او نجونې وايي چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو له خوا صادر شوي بېلابېلو فرمانونو د دوی پر ژوند منفي اغېز کړی دی.


د کابل اوسېدونکې زینب ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو فرمانونو يې په ټولنیزو غونډو او کارونو کې د ګډون مخه نیولې او اوس یې اقتصادي وضعیت ښه نه دی.


هغې زیاته کړه: "دا دوه کاله مې د ژوند حالت ډېر خراب دى. زه مې د خپلې کورنۍ پالنه کوم زما کورنۍ درې غړي لري چې زه يې پالنه پر غاړه لرم دا دوه کاله چې زه بې کاره شوم روهي او رواني حالت مې ډېر خراب دى، دوه کاله کېږي چې د ژوند حالت مې هېڅ سم نه دى."


عاطفه احمدي، چې ل زده کړو بې برخې شوې، ازادي راډیو ته یې وویل: "مونږ ته دا ثابته شوه چې طالبان يوازې د ښځو پر وړاندې بنديزونه رامنځته کوي او غواړي چې په دې ډول ښځې او نجونې له زدکړې او پرمختګ وروسته پاتې شي له دې سترګې نه شو پټولى د ښونځيو او پوهنتونو له تړل کېدو نيولې د سينګارتونونو تر تړلو پورې، ښځې متاثره کوي چې یو شمېر دوی د خپلو کورنيو پالنه هم پر غاړه درلوده."


يوه بله مېرمن ناجيه حيدري وايي چې دا هم له اقتصادي او فرهنګي فعاليتونو بې برخې شوې ده.


هغه وايي: "ما هم ادبي فعاليتونه درلودل او هم اقتصادي، له هغه وخته چې زه بې کاره شوې يم، وضعیت مې دومره سخت شوی چې حتی نشم کولی يو کتاب هم ځانته واخلم."


له کله نه چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي، داسې فرمانونه صادر کړي چې ډېری ښځې یې له کار، زده کړو او نورو ټولنیزو فعالیتونو راګرځولي دي.


د دې تر څنګ طالبانو د ښځو د حقونو ځينې فعالان او اعتراض کوونکي نيولي او بنديان کړي دي.


د طالبانو حکومت په دې اړه د کورنيو او نړیوالو غبرګونونو په ځواب کې ادعا کړې چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي دي.


که څه هم د ملګرو ملتونو له خوا د طالبانو دغه پرېکړې د ښځو له حقونو څخه سرغړونه بلل شوې، خو طالبانو تر اوسه دغه بندیزونو نه دي لیرې کړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net