د اوکراین په خیرسون د روسیې بریدونه؛ چارواکي: یو تن وژل شوی او ۲۰ نور ټپیان دي
د خیرسون والي الکساندر پروکودین پر ټیلګرام چینل لیکلي چې دغه مرګژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسي ځواکونو په هوایي بریدونو کې چې هغه یې شمېر ۳۵ ښودلی، اوښتي.
د اوکراین پوځ په خپله فېسبوکپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د اوکراین د هوایي مدافعې ځواکونو تېره شپه د روسیې یولس بې پیلوټه الوتکې یا ډرونونه راغورځولي.
د چارواکو په خبره د اوکراین په لوېدیځ کې اټومي تاسیساتو ته نږدې د خمیلنیتسکي په سیمه کې د نن سهار وختي په بریدونو کې ودانۍ ویجاړې شوي چې شل تنه په کې ټپیان شوي دي.
