ناوړه مالي وضعیت؛ د پاکستان نړیوال هوایي شرکت تېره اوونۍ ۳۲۲ الوتنې درولي
د دې شرکت ویاند عبدالله حفیظ خان نن چهارشنبې د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې تېره اوونۍ ۳۲۲ الوتنې درول شوي چې په هغو کې دواړه کورنۍ او نړیوالې الوتنې شاملې دي.
هغه وویل چې د 'پي آی اې' د الوتنو فعالیتونه ځکه اغېزمن شوي چې دا شرکت نه شي کولای د تېلو او پېرل شویو پرزو او نورو وسایلو بلونه پرې کړي او د دې ترڅنګ یې پورونه هم زیات شوي دي.
حفیظ خان زیاته کړه، د شرکت مشرتابه هڅه کوي چې نړیوالې الوتنې بېرته پیل کړي په تېره کاناډا، ترکیې، چین، مالیزیا او سعودي عربستان ته د الوتنو بېرته پیلېدو ته لومړیتوب ورکوي.
د راپورونو له مخې 'پي آی اې' په تېرو څو لسیزو کې ډېر مالي زیانونه کړي دي.
