Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

یوناما: په اقلیمي بدلونونو کې د افغانستان ونډه کمه، خو له ډېر ګواښ سره مخامخ دی

0
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما وايي، افغانستان په اقلیمي بدلونونو کې تر ټولو لږه ونډه لري، خو تر ټولو له زیات ګواښ سره مخامخ دی.


یوناما وايي، سره له دې چې افغانستان د ګل خانه‌یي ګازونو په تولید کې صفر اعشاریه یو سلنه ونډه لري، خو دغه هېواد د اقلمي بدلون له امله له سختو ګواښونو سره مخ دی.


یوناما په یو بیان کې چې تېره ورځ ناوخته یې په خپله ویبپاڼه خپور کړی، ویلي چې اوسمهال افغانستان د هغو اتو ډېرو زیانګالو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلون د اغېزو پر وړاندې تر ټولو لږ چمتووالی لري.


یوناما ټینګار کړی چې د تېرو څلورو لسیزو جګړو، د ټولنیز او اقتصادي وضعیت ترینګلتیا، د کورنیو بې‌ځایه شویو د شمېر د ډېرېدو او د اقلیمي بدلون د زیانونو له امله په افغانستان کې بشري بحران زیات شوی دی.


یوناما ویلي چې کارپوهانو، سیاستوالو او ساینسپوهانو د دې اوونۍ په پیل کې په کابل کې د یو کنفرانس په ترڅ کې په افغانستان کې د اقلیم د ناورین د مخنیوي لپاره د همغږو هڅو پر بېړنۍ اړتیا ټینګار وکړ.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ د راپور پر بنسټ، د اقلیم د بدلون د نړیوالې اوونۍ په ترڅ کې د خبرو اترو دغه لړۍ د بامیان، هرات، ننګرهار او کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ترسره شوې ده.




یوناما خبرداری ورکوي چې ښځې او ماشومان په اقلیمي بدلون سره د رامنځته شویو ګواښونو له امله تر ټولو لوی زیان زغمي او د زیانونو دغه زیاتوالی د دوی پر جسمي او رواني روغتیا اغېز کوي.


یوناما وايي، د اقلیمي بدلون د زیانونو له امله افغانان له بې ساري وچکالۍ، د اوبو له کمښت، سختو سېلابونو، دوړو او توپانونو، د ځمکې تودوخې او د خوراکي توکو له سخت کمښت سره لاس او ګرېوان دي.


یو شمېر افغان بزګران هم وايي په وروستیو کلونو سختې وچکالۍ ځپلي ورته ګڼ مالي زیانونه رسېدلي دي.


د بغلان د پلخمري ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ظاهرخان احمدزي ازادي راډیو ته وویل: "سږ کال بارانونه او واورې نه وې، د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي، د سرپل خلک راغلي، در په در ګرځي، مزدوري ورته نه پیدا کېږي. دا ټول د وچکالۍ له امله، که خپلو سیمو کې یې بارانونه شوي وای، خو خپلو پټیو کې به یې یو څه شوي وو، ما خپله سږ کال پنځه جریبه پالیز کرلی وو، درې زره روپۍ یې هم راته ونه کړې، خلک ټول تبا او برباد دي."


د مزار شریف د بلخ ولسوالۍ یو بل بزګر ګل رحمان هم ورته خبره وکړه او وايي چې په وروستیو کې کلونو د بارانونو د کمښت له امله په للمو کې هېڅ ډول فصل نه کېږي.


نوموړی ازادي راډیو ته وویل: "للمې ونه شوې، فصلونه نه شنه کېږي، د خلکو پالیزونو ښه حاصل ونه کړ. خټکي چې حاصل ته ورسېدل خراب شول، ان شولو ته یو څه اوبه هم ورسېدې، خو حاصل یې د نورو کلونو غوندې نه دی."


افغانستان په وروستیو کلونو کې له سختې وچکالي او سیلابونو له ګواښ سره مخ دی چې له امله یې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه هم اوختي دي.




یوناما ویلي چې دې هېواد تېر کال د وچکالۍ له اړخه د تېرو ۳۰ کلونو په پرتله تر ټولو بد کال تېر کړ.


د روانې میزان میاشتې په دوهمه د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یو بیان کې وویل چې د اقلیم د بدلون له امله په افغانستان پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی ستونزمن شوی دی.


د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا بیا د تېرې زمري میاشتې په پیل کې ویلي وو چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ یې د وچکالۍ له سختو ګواښونو سره مخ دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net