Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د ایراني چارواکو بیا ځلي اعلان: د افغانانو په ګډون دې غیرقانوني کډوال ووځي

0
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي یوځل بیا اعلان وکړ چې د افغانانو په ګډون غیرقانوني کډوال باید له دې هېواده ووځي.


وحیدي په دغه هېواد کې د قانوني او غیرقانوني کډوالو د برخلیک په اړه د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دوی به یوازې هغو کډوالو ته ورسېږي چې په ایران کې د استوګنې قانوني اسناد ولري.


وحیدي وايي: "هغه کسان چې ايران کې د اوسېدو قانوني اجازه لري په یو مشخص چوکاټ کې به تنظیم شي او هغه کومې اندېښنې چې په ځینو ښارونو کې شتون لري جبران شي، مګر دا چې ځینې خلک هڅه کوي چې په هېواد کې د افغانستان پر خلکو ظلم وکړي په کلکه غندو او دا ډېر غلط کار دى."


د ایران د کورنیو چارو وزیر د ځینو ایرانیانو له‌خوا د افغان کډوالو پر وړاندې وروستیو تاوتریخوالو او ځورونو ته په اشارې سره د نوم له اخیستلو پرته زیاته کړه چې د ایران د خلکو او افغان کډوالو ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کول د منافقینو کار دی او ځینې کسان هڅه کوي چې د افغان کډوال او ايران تر منځ تفرقې رامنځته کړي او په دې سره غواړي چې د دواړو هېوادونو ښې اړيکې له ننګونو سره مخ کړي.




د ایران د کورنیو چارو وزیر نویو څرګندونو په ایران کې هغه افغان کډوال اندېښمن کړي چې یو شمېر یې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د امنیتي ګواښونو او بې‌کارۍ له امله ياد هېواد ته تللي دي.


په ایران کې یوه پخواني افغان سرتېري فواد ازادي راډیو ته وویل: "موږ په سلو ستونزو او قاچاقي لارو دلته رسېدلي يو. که بيا افغانستان ته لاړ شو، نو هلته به د ګواښونو له امله ژوند ونه شو کړاى. موږ د ايران له جمهوري رياست څخه غوښتنه کوو چې موږ دې نه شړي."


که څه هم د ایران د کورنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې قانوني کډوال د دوی د ويستلو په پلان کې نه دي شامل، بيا هم یو شمېر افغانان چې په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد لري وايي چې په دغه هېواد کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.


یو له دغو افغانانو څخه مجیب الله رووفي ازادي راډیو ته وویل: "که څه هم زه دلته په قانوني توګه ژوند کوم او ویزه لرم، زه له ډېرو ستونزو سره مخ یم. زه په اسانۍ سره د ځان لپاره اپارتمان نه‌شم په کرایه کولی، په خپل نوم بانکي حساب نه‌شم خلاصولى، په خپل نوم سیم کارت نه لرم او دې ته ورته نه هم یو ډاډمنه دنده لرم چې په یوه میاشت کې ثابت عاید ولري."


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د ایران د کورنیو چارو د وزیر له‌خوا له قانوني اسنادو پرته د افغانانو د شړلو د اعلان په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد نظر هم واخلي، خو نوموړي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.


په داسې حال کې د ایران حکومت له دغه هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو خبرداری ورکوي چې په دې وروستیو کې یو شمېر ایرانیانو د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو پر کورونو ننوتلي، ځورولي او وهلي ټکولي دي.


وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، ډېری افغانان په ځانګړې توګه پخواني امنیتي ځواکونو کارکوونکي، مدني فعالان، خبریالان، ښځینه ورزشکارانې او نورې ډلې د امنیتي ګواښونو او بې‌روزګارۍ له امله له افغانستانه وتلي چې زرګونه یې اوس په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه ایران او پاکستان کې مېشت دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net