د بایډن او السیسي له هوکړې سره سره د غزې او مصر پوله لا هم بنده ده
بایډن پرون وویل چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي هوکړه ورسره کړې چې سر له سبا یا د اکټوبر له شلمې به د پیل په توګه شلو لاریو ته اجازه ورکوي چې غزې ته چې سخته بمبار شوې مرستې ورسوي.
هوکړه کې ویل شوي وو چې چارواکو ته به د لارو او سړکونو د رغونې لپاره وخت ورکول کېږي.
د مصر ولسمشر وایي، دوی سرحد نه دی بند کړی، خو په خبره یې پر فلسطین د اسراییلو څلور پړاوه بریدونو مجبور کړي چې د مرستو موټرو ته اجازه ورنه کړي.
