یوناما د طالبانو له بنده د 'مرتضی بهبودي' د خوشې کېدو هرکلی کړی
یوناما نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دوی په افغانستان کې له حاکمو چارواکو سره د رسنیو د خوندیتوب د ملاتړ او د خپل سره نیونو د پای ته رسېدو په تړاو په فعال ډول خبرې کوي.
افغانالاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي پرون چهارشنبې د طالبانو د حکومت له زندانه خوشې شو.
د بهبودي مېرمنې الکساندرا مستوفایا ازادي راډیو ته د نوموړي د خوشې کېدو خبر تایید کړی.
د بې پولې خبریالانو ټولنې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې بهبودي له ۲۸۴ ورځو وروسته را خوشې شوی.
د طالبانو د حکومت چارواکو د نوموړي د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
بهبودي د تېر ۱۴۰۱ کال د جدي پر ۱۵مه په کابل کې د طالبانو له خوا نیول شوی و.
