ایران: د فلم د ډایریکټر 'مهرجويي' او د هغه د مېرمنې قاتلان نیول شوي
د تسنیم خبري اژانس د راپور پر بنسټ، ۸۳ کلن مهرجويي چې د ایران د سینما د نوې څپې سره تړاو لري او مېرمن ۵۴ کلنه وحیده محمديفر چې فیلمنامه لیکوونکې وه، د دې اوونۍ په پای کې د تهران لوېدیځ ته نږدې په کرج ښار په خپل کې وژل شوي وو.
د ایران د قضایه قوې ویبپاڼې 'میزان' له ډېرو جزییاتو ورکولو پرته اعلان کړی چې پولیسو د دغو وژنو په تړاو لس تنه نیولي دي.
