Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د خوړو نړیواله ورځ؛ ډبلیو ایف پي: ۱۵ میلیونه افغانان د خوړو موندلو سرچینو ته حیران دي

0
د اکټوبر په ۱۶مه د خوړو د نړیوالې ورځې له رارسېدو سره د خوړو نړیوال سازمان (ډبلیو.اېف.پي) وايي ۱۵ میلیونه افغانان په دې نه پوهېږي چې خپل خواړه له کوم ځای څخه ترلاسه کړي.


WFP دا خبره د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه کې د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې ده.


د خوړو نړیوال پروګرام تازه ویلي دي چې دوی ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې تر ژمي مخکې لږ تر لږه ۷ میلیونه اړمنو خلکو ته مرستې برابرې کړي.


ډبلیو.اېف.پي تر دې مخکې ویلي و چې سږ کال یې د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو اړمنو سره د مرستو بهیر درولی دی.


په ورته وخت کې ځینې افغانان وايي چې کافي خواړه نه لري او ځینې شپې دوی او ماشومان یې وږي ویده کېږي.


د مزارشريف ښار اوسېدونکی عبدالقادر چې د شپږو ماشومانو پلار دی او د سړک په غاړه په لاسي کراچۍ کې کار کوي، ازادي راډيو ته یې وويل چې معمولاً وچه ډوډۍ او وريجې د دوی خواړه دي.


هغه زیاتوي:


"یوه ورځ مخکې او همدا ډول دوه ورځې مخکې مې هیڅ شی کور ته را نه وړل، ښار ته لاړم، هېڅ کار مې و نه کړ، خالي لاس بېرته راغلم، ځینې وخت همداسې کېږي چې هېڅ کار نه وي. ماشومان ژاړي او ناارامي کوي، وروسته له مجبورۍ ویده کېږي، ماشومانو ته وایو چې سهار ډوډۍ درته راوړو او همدا ډول خبرې ورته کوو."




په ورته وخت کې د کابل یوه اوسېدونکې چې په خوارځواکۍ اخته ده او نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې د خپلو ستونزو په اړه وویل:


"موږ ډېرې اقتصادي ستونزې لرو، د کور کرایه او نور لګښتونه نه شو پوره کولای. زه ډېره کمزورې او خوارځواکه یم. زما سن کم دی، خو که و مې ګورې، حیران به شئ چې دا ښځه څومره عمر لري."


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د شمېرو پر بنسټ، اوس‌مهال په افغانستان کې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او له دې ډلې ۶ میلیونه یې له قحطۍ سره یو ګام واټن لري.


خو د طالبانو حکومت بیا په ځلونو ویلي، په افغانستان کې وضعیت تر هغه سرحده نه‌دی رسېدلی چې د ملګرو ملتونو په راپورونو کې یې یادونه کېږي.


د ملګرو ملتونو د سره صلیب او سرې میاشتې فدراسیون د شنبې په ورځ یوه راپور کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه لیکلي، لسیزو جګړو، طبیعي پېښو لکه: زلزلې، وچکالي او یو شمېر نور هغه عوامل دي چې افغانستان په نړۍ کې د بشري ناورین له اړخه په یوه ډېر نا مناسب هېواد بدل کړی.


په همدې حال کې بېوزلو کورنیو ته د مرستو رسولو یوه همغږې کوونکې حمیرا فرهنګیار وايي، په بشري مرستو سره په افغانستان کې د تل‌پاتې بې‌‌وزلۍ مخنیوی نه‌شي کېدای.


هغې ازادي راډیو سره خبرو کې د خلکو لپاره د کار په پیدا کولو ټینګار وکړ او ویې ویل:


" دا مرستې به د لنډ وخت لپاره وي او د خلکو د رنځ لپاره به درمل نه‌وي. دا ډېره دردونکې ده چې زموږ یو باسوداه ځوان د مرستو اخیستلو لپاره نوم‌لیکنه کوي، داسې مهال چې د کار ډېره وړتیا لري. له دې همدې امله باید د طالبانو حکومت د دې ستونزو د پای لپاره ښه پروګرامونه ولري. یو هغه پروګرام چې کولای شي د هېواد له اقتصاد سره مرسته وکړي، د ځوانانو لپاره د کار پیدا کول دي. "




د نړیوالو راپورونو پر بنسټ، افغانستان د خوړو د ناورین په راپورونو کې اووم هېواد شمېرل کېږي چې یوه برخه نفوس یې له لوږې او ان د مرګ له ګواښ سره مخ دی.


دا راپور چې پنځه میاشتې وړاندې خپور شوی، په کې راغلي چې په افغانستان کې خلک په ۲۰۲۲ کال کې د خوړو د کمي له امله له تر ټولو بد وضعیت سره مخ و.


د ویلو ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په ۱۹۷۹ کال کې د اکتوبر ۱۶مه د خوړو د نړیوالې ورځې په نوم ونوموله.


هر کال دا ورځ په دې خاطر نمانځل کېږي چې لوږې او خوارځواکۍ ته پام وشي او ترڅنګ یې د دې لپاره نړیواله هڅه وشي چې په راتلونکې کې هیڅوک په وږي نس ویده نه‌ شي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net