سیف د چلډرن: د هرات زلزلو نږدې ۲۰ زره کسان اغېزمن کړي
سیف د چلډرن نن په خپله وېبپاڼه کې د دغو زلزلو له کبله د مړو شمېر لږ تر لږه دیارلس سوه او د ټپیانو ۱۸۰۰ یاد کړی چې په خبره یې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي.
د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې زرګونه کسان په هرات کې تر زلزلو وروسته خېمو کې ژوند کوي او دغه خېمې د توپانونو او تندو بادونو له ګواښ سره مخامخې دي.
په راپور کې دغه راز ویل شوي چې د هرات زلزلې له هرات ښاره بهر په شاوخوا دیرش کیلو مترۍ کې د دغه ولایت شپږ ولسوالۍ ځپلي دي.
