د بغلان د مرکز په یوه جومات کې چاودنه شوې
سیمهییزو رسنیو او عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل، چاودنه ماسپښین مهال د پلخمري د سیلو په لومړي سړک کې د امام زمان په جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال شوې.
د سرچینو په وینا، په چاودنه کې یو شمېر خلک هم مړه او ټپیان شوي دي، خو شمېر یې نه دی معلوم.
د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی او د طالبانو د حکومت چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
