روسي ځواکونو په ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین جنوب ۱۰۰ ځلې بمبار کړه
روسي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین په جنوبي سیمه خرسون کې سل ځلې بمباري کړې ده.
د دې سیمې والي اولیکساندر پروکودین نن سهار وویل، د دې بمباریو په پایله کې دوه کسان وژل شوي، د یوه ماشوم په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي او ملکي او صنعتي تاسیسات ویجاړ شوي دي.
د پروکودین په وینا روسي ځواکونو په دې عملیاتو کې له ډرونونو، ګراد ډوله توغندیو، توپونو او هاوانونو څخه کار واخیست.
خرسون چې د اوکراین پوځ یې یوشمېر سیمې نژدې یوکال مخکې له روسیې څخه بېرته ونیولې، په منظم ډول د دنیپر سیند له بلې غاړې د روسي ځواکونو له خوا ویشتل کېږي.
