Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

ځایي سرچینې: طالبانو په دایکندي کې د نسیم راډیو مدیر او دوه خبریالان بیا نیولي دي

0
په دايکندي ولایت کې، د نسیم سيمه ييزې راډیو د مسوول مدیر او امتیاز لرونکي، سيد علي جوادي خپلوان وايي، چې د طالبانو حکومت ځايي ادارې، د شنبې په ورځ د دويم ځل لپاره هغه او د دې راډيو دوه خبريالان نیولي دي.


د دې راډيو نیول شوي خبریالان، سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي دي.


د سيد علي جوادي يوه خپلوانه، چې نه غواړي د امنيتي ستونزو له امله يې نوم او اصلي غږ خپور شي دا خبره تاييد کړه.


هغې زیاته کړه:


" پرون يوولس بجې، د اطلاعاتو او کلتور رئیس او د مطبوعاتو مدیر راغلل او جوادي سره يې خبرې وکړې، ويې ویل راشئ چې ستاسو توکي درکړو، کله چې استخبارات ته ولاړل بیرته رانغلل. وروسته بیا شاوخوا درې بجې خبر راورسید چې هغوی یې محبس ته لیږلي." 


په همدې حال کې په دایکندي کې د نسيم راډيو د امتیاز خاوند، رضا واحدي ازادي راډيو ته د دې خبرې په تایید سره وویل، چې لس ورځې وړاندې د دې راډيو فعاليت د طالبانو له خوا ودرول شو او له طالبانو سره له خبرو سره سره، نه يوازې دا چې د راډیو فعالیت نه دی پیل شوی، بلکې کارکوونکي یې هم د طالبانو له خوا نیول شوي دي.




ښاغلی واحدي وايي، که څه هم طالبانو د خبریالانو د نیولو او د دغې رسنۍ د فعالیت د بندولو لامل نه دی په ډاګه کړی، خو ادعا کوي چې طالبان غواړي د سیمه ییزو خبریالانو په نیولو سره پر نړیوالو رسنیو فشار راوړي.


نوموړی زیاتوي:


" په هغو غونډو کې چې موږ له طالبانو سره درلودې ، دهغوی له خبرو څخه داسې ښکاري، چې دوی هڅه کوي په بیلابیلو ولایتونو کې پر محلي خبریالانو فشار راولي څو هغه نړیوالې رسنۍ چې له افغانستانه بهر کارکوي او د دې هیواد قضیې تر پوښښ لاندې راولي، سانسور کړي او په یو ډول د خبریالي په کار کې مداخله وکړي." 


خو د افغانستان د ازادو رسنيو ملاتړ کوونکی بنسټ( نی) وایی، چې په دايکندي ولایت کې، د طالبانو حکومت ځايي چارواکو ویلي، د نسيم سيمه ايزي راډیو د فعالیت بندیدل او د کارکوونکو د نیولو لامل، د هغوی د پالیسیو خلاف نشرات دی.


د یاد بنسټ مسوول ظريف کريمي، د طالبانو له حکومت څخه د دغه خبریالانو د خوشي کیدو غوښتنه کوي.


کریمي وایي:


" د هغو معلوماتو پر بنسټ چې له دايکندي څخه ترلاسه شوي، ویل کیږي چې نسیم رادیو د ځايي حکومت د پالیسیو خلاف فعالیت درلود، له همدې امله دا رسنۍ تړل شوې او خبریالان یې نیول شوي دي. موږ د دايکندي له ځايي مسولينو څخه غواړو، چې خبریالان خوشي کړي، او که له نسیم رادیو څخه کومه تیروتنه شوې وي، د رسنیو د تیروتنو کمیسیون ته دې راجع کړي. د نسیم راډیو د خبریالانو نیول او د فعالیت درول يې، کولای شي په دايکندي کې د معلوماتو رسولو برخې ته لوی زیان ورسوي." 




د دغو درېيو خبريالانو د نیول کیدو په اړه مو، د طالبانو حکومت د وياند ذبيح الله مجاهد نظر وپوښت، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.


خو تر دې مخکې، د طالبانو حکومتي چارواکو ویلي، چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې او د هیواد ملي ګټو ته په پام، د بیان ازادۍ او د رسنیو فعالیتونو ته ژمن دي.


د طالبانو حکومت تر دې مخکې د روان کال په زمري میاشت کې، په ننګرهار کې د همیشه بهار سیمه ییزه راډیوهم د څه مودې لپاره وتړله.


په همدې میاشت کې د طالبانو له خوا د "نن" او "جوانان" سیمه ییزو راډیوګانو فعالیت هم ودرول شول.


هغه مهال هم، د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمېټې (CPJ) له طالبانو وغوښتل، چې په افغانستان کې د رسنیو د ځپلو مخه ونیسي او سمدستي دې سیمه ییزو رسنیو ته اجازه ورکړي چې خپل فعالیت بیا پیل کړي.


طالبانو، په افغانستان کې، د خپلې واکمنۍ په څه باندې دوو کلونو کې، د ځینو سیمه ییزو رسنیو د تړلو ترڅنګ، یو شمېر خبریالان هم نیولي، چې ځینې یې له څه مودې وروسته خوشي شوي، خو د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون یو شمېر نور یې ، لا هم د طالبانو په بند کې دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net