Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: هېڅ حکومت به مو ناقانونه افغان کډوالو ته د استوګنې اجازه ورنه کړي

0
د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر مرتضي سولنګي وايي، په پاکستان کې تر ډېره غیرقانوني کډوال افغانان دي او د دوی هیڅ حکومت به په خپل هېواد کې غیر قانوني کډوالو ته د اوسېدو اجازه ور نه کړي.


هغه دا خبره وروسته تر دې کوي، چې پرون د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان له پاکستان وغوښتل، د هغو زیانمنونکو افغانانو خوندیتوب ته دوام ورکړي چې خپل وطن ته په ستنېدو له احتمالي ګواښ سره مخ کېږي.


خو سولنګي چې پرون یې "ډان نیوز" پاکستاني ټلویزیون سره مرکه کوله وویل، دوی به د خپلو ملي ګټو په خاطر په دې اړه هیڅ معامله و نه کړي او لومړی باید د اکتوبر تر ۳۱مې هغه ۱،۷ میلیونه افغان کډوال چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ وروسته پاکستان ته دننه شوي او ډېر یې قانوني اسناد نه‌لري، له دې هېواده وووځي.


نوموړی وایي:


"په دوی کې ځینې خلک دي چې ویزه یې پای ته رسېدلې، ځینې یې په غیرقانوني توګه را دننه شوي؛ نو بېلابېل خلک دي. پاکستان په خپله خاوره یوازې هغو خلکو ته د اوسېدو اجازه ورکوي چې موږ د اوسېدو قانوني حق ورکړی وي، یا هم زموږ هېوادوال وي. "




د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر په پاکستان کې مېشت افغان کډوال په درېیو ګټګوریو ووېشل چې له ۱۹۷۸، ۲۰۱۶ او له ۲۰۲۱ کلونو پر مهال د دوی هېواد ته ورغلي.


هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې یو شمېر هغه کډوال چې د پاکستان پاسپورټ یا هم شناختي کارډ لري، برخلیک به یې څه وي؛ وویل، راتلونکو ورځو کې به د هغوی پاسپورټونه او شناختي کارډونه منسوخ شي.


مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم ورته څرګندونې کړې وې.


پاکستاني چارواکي داسې مهال د افغانانو د جبري اخراج خبره کوي چې په ټول پاکستان کې د افغان کډوالو د نېونې خبرونه هم خپرېږي.


یو شمېر پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړی چې پرون په کراچۍ کې ۵۱ هغه افغانان نیول شوي چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه‌لرل.


په ورته وخت کې په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوالو ازادي راډیو ته وویل، پاکستاني پولیسو د ټولو قوانینو خلاف د افغان کډوالو ځورول او نیول پیل کړي.


په پاکستان کې د افغان کډوالو یو استازي احمد افغان ازادي راډیو ته وویل:


"څوک چې په نوم افغان وي پاکستان کې نیول کېږي. متاسفانه نیول اوس هم شدیدا روان دي. د پاکستان په ټولو ایالتونو کې افغانان نیسي او زندان ته یې اچوي. وروستیو اوونیو کې زرګونه افغانان نیول شوي او زندان ته اچول شوي دي. "




په همدې حال کې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن پرون په پېښور کې د پاکستاني حکومت له‌خوا د افغان کډوالو په ځورونې او نیولو سخته نیوکه کړې ده.


هغه پرون رسنیو ته وویل:


"زموږ بیروکراسي، پولیس افسران او نور په دوی لکه د مرغانو را پرېوځي، له چا ځمکې اخلي، له چا پیسې اخلي. دې خلکو څه حال جوړ کړی، دا انساني حقوق دي.؟ زه د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو غواړم چې پاکستان ته راشي او دلته د افغان کډوالو حقونه وویني چې له دوی سره روان دي. "


په پاکستان کې اوس‌مهال د یو شمېر نورو افغانانو په ګډون هغوی هم ځای پر ځای دي چې د نورو هېوادونو ویزو ته په تمه دي. په پاکستان کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا UNHCR وايي، په دې هېواد کې د ټولو افغان کډوالو شمېر درې میلیونه او ۷۰۰ زرو ته رسېږي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net