هرات له زلزلې وروسته؛ طالب چارواکي: د زرګونه تنو د مرګ ژوبلې ترڅنګ ۱۳۲۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي
که څه هم د دغه وزارت وباند جانان سایق نن رسنیو ته په خبرو کې، یوازې د مړو شویو شمېر له ۲ زرو زیات اعلان کړ خو ورسته دغه وزارت د دې تېر وتنې له امله په خپله ویب پاڼه کې بخښنه وغوښته.
نوموړي وویل:
" ډېر ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي. ۲۰۵۳ تنه شهیدان او ۹۲۴۰ تنه ټپیان شوي دي. له بده مرغه په دې ۱۳ کلیو کې ۱۳۲۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي. "
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت په خپله ویب پاڼه لیکلي، چې ۹۲۴۰ تنه د ورانو شویو کلیو د وګړو شمېر دی، چې په تېروتنه کې ټپیان ویل شوي.
پېښو ته رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وايي، زلزله د ریښتر په کچه ۶،۲ درجې او د ځمکې ۱۰ کیلو مټره ژوره وه.
د دې وزارت د ویاند له قوله، له زلزلې وروسته، ټکانونه هم موجود وه چې د فراه او بادغیس ولایتونه یې هم ښورولي دي.
هاخوا د سیمې اوسېدونکي هم وايي، له زلزلې وروسته تېره شپه او نن ځمکې ټکانونه خوړل او اوس له وېرې خلک خپلو کورونو ته نهشي ستنېدای.
د هرات د زندهجان ولسوالۍ اوسېدونکي نصیراحمد ازادي راډیو ته وویل:
"دا اوس چې د زلزلې په سبا زه تاسې سره خبرې کوم. همدا اوس په دې ولسوالۍ کې خلک کورونو ته نهدي ستانه شوي او له خپلو کورونو لېرې تر شنه اسمان لاندې پراته دي. "
په هرات کې د پرونۍ زلزلې له امله تر خاورو لاندې د پاتې خلکو د را ویستو عمليات لا هم روان دي او احتمال شته چې د مرګژوبلې په شمېر کې ډېروالی راشي.
په هرات کې ولایت پرونۍ زلزله د تېر ۲۰۲۲ کال په جون کې د افغانستان د سویل ختیځ په پکتیکا او خوست کې له شوې زلزلې وروسته بله لویه طبیعي پېښه ده.
په هغه پېښه کې نږدې زر تنه مړه شوي وو او له ۳ زرو ډېر ټپیان و.
دقیقه معلومه نهده چې په وروستیو کې د زلزلو زیاتوالی او تر خوا یې شدت د کومو لاملونو پر بنسټ دی، خو جیولوجیسټان یې تر ډېره د اقلیمي بدلون مسله یادوي.
