اوکرایني چارواکي: خرسون کې د روسیې برید د یوې ښځې او ۹ میاشتني ماشوم په ګډون تر ۱۰ زیات کسان ټپیان کړي
د رویټرز اژانس د راپور له مخې، اولیکساندر پروکودین نن په ټلګرام کې لیکلي، چې خرسون سیمې یوه بله بده شپه تجربه کړه.
ده لیکلي یوه ښځه او د هغې نوزېږی ماشوم د برسېرنو ټپونو له کبله بستر شوي او د سره صلیب یو ۳۳ کلن روغتیايي کارکوونکی هم په ټپیانو کې شامل دی.
چارواکي وايي ګڼ کورونه او د ګازو یوه نللیکه هم په دې حمله کې زیانمن شوي دي.
د خرسون چارواکي وايي روسیې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر دې سیمه ۵۹ حملې کړې دي.
رویټرز اژانس لیکلي، چې دغه راپورونه په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.
روسیې هم پر دې موضوع تبصره نه ده کړې.
