Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د طالبانو لخوا د حکومتي بستونو اعلان؛ یو شمېر ځوانان: ازاده سیالي یې نمایشي ده

0
په داسې حال کې چې په‌دې وروستيو کې د طالبانو د حکومت بېلابېل وزارتونو يو شمېر بستونه د ازادې سيالۍ له لارې اعلان ته سپارلي، يو شمېر افغان ځوانان ادعا کوي، چې ازادې سيالۍ ته د بستونو سپارل نمايشي بڼه لري.


د طالبانو حکومت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې په ایکس پاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو او خبرتیاوو پر بنسټ تېره اوونۍ د طالبانو حکومت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت درې بستونه، د کانونو او پټروليم وزارت ۶ NTA بستونه، د سټندر ملي ادارې ۱۴ بستونه او زابل او سرپل ولايتونو کې د عامې روغتيا رياستونو ۱۴۷ او ۶۹ بستونه د ازادې سيالۍ له لارې اعلان ته سپارلي دي.


خو د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي یو شمېر ځوانان وايي، له يوې خوا د طالبانو حکومت له مختلفو بستونو وړ او مسلکي کسان ګوښه کوي او بل پلو بيا نور بستونه اعلان ته سپاري چې دې کار د ازموينې پر پروسه د خلکو شکونه پيدا کړي دي.




د کابل ولايت اوسېدونکی چې نه يې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله يې په راپور کې نوم واخيستل شي وايي، دوه ځل يې ازموينه ورکړه، په يوې ازموينه کې يې پايله بې‌نتيجې خو په دويمه ازموينه کې بريالی اعلان شو، بيا هم په خبره یې د ده پر ځای طالبانو خپل کس وګماره.


هغه ازادي راډيو ته د خپلې ازموينې کيسه داسې وکړه:


" زه ولاړم، انټروي مې ورکړه، کله چې انټروي کې بريالی شوم، ماته يې ويل تاته موږ زنګ وهو په تمه اوسه، ته موږ سره کامياب يې او ورکشاپ ته دې غواړو، کله چې ما دوی سره اړيکه ونيوله، دوی نن او سبا راته ژمنه راکوله، بيا ما عريضه وکړه، د عوايدو او ګمرکاتو معين ته ورغلم، چې زما نتيجه يې وکتله، کامياب وم، ماته يې د استخدام امر راکړ، هلته د ماليې وزارت منابع بشري کې يو کس و، چې ورغلم، کله به پورته ولاړ، کله به ښکته راغی، ډېر يې وزورولم، ماته يې وويل چې مولوي صيب ويل چې زموږ کسان پوره شوي دي."


نوموړی وايي، د دې خبرې په اورېدو سره په مات زړه او ناهيلی کور ته راستون شو او تر اوسه وزګاره دی.


د حميدالله جبارخېل په نوم د لغمان ولايت يو اوسېدونکی وايي، څه موده وړاندې يې د ملي ټلوېزيون يو بست ته ازموينه ورکړه، چې په خبره د طالبانو یو شمېر کسانو هم دې ازموینه کې برخه اخیستې وه.


نوموړی وايي، دا چې ده کافي تجربه درلوده او اعلان شوي بست ته مناسب و، مرکه کې هم بريالی شو، خو د ده پر ځای بل څوک وګمارل شو.


جبارخېل ازادي راډيو ته وويل:


"ما ډېرې زده‌کړې کړې وې، ډېره تجربه مې درلوده، رسنيز ډګر کې مې کار کړی و، کله چې مې انټروي ورکړله ماته وويل شول چې تاسو حتما راغواړو، کله چې زه ولاړم کور ته، څو ورځې وروسته ماته زنګ راغی، ماته وويل شول چې تاسو په لومړۍ ازموينه کې بريالي ياست خو په دويمه ازموينه کې پاتې راغلي يئ."




د هلمند ولايت اوسېدونکی محمد ناصر، چې د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته له دندې ګوښه کړی شوی دی بیا وايي، سره له‌دې چې ډېری ځوانان له خپلو بستونو له دندو ګوښه کړی شوي دي، د طالبانو حکومت ډېری تشکيلات هم له‌منځه وړي دي.


محمد ناصر وویل:


"ما د ولايت مقام د زېربنا د کارپوه په صفت دنده ترسره کوله، کله چې اسلامي امارت راغی او واک يې ترلاسه کړ، نو د سکتور رياست بستونه يې په هلمند او ټول افغانستان کې لغوه کړل، چې په ټول افغانستان کې سلګونه ځوانان له دندو ليرې شول، اوس هم د واسطو په بنياد ځينې کسان پر دندو ګمارل کېږي، تر ډېره حده کار اهل کار ته نه‌دی سپارل شوی."


دا چې ولې له مسلکي بنستونو ځوانان ګوښه کېږي او دا بستونه بياځلې ازادې سيالۍ ته وړاندې کېږي او د ازادې سیالۍ په نه روڼوالي د شویو ادعاوو په‌ اړه مو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد وپوښت خو، د دې راپور تر خپرېدو يې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.


د یادونې ده، چې مخکې هم د بیلابیلو ولايتونو يو شمېر ځوانانو ازادي راډيو سره خبرو کې شکايت کړی و چې د طالبانو حکومت تر ډېره ملايان او ديني عالمان پر تخنيکي او مسلکي بستونو ګماري چې د دوی د ادعاوو پر بنسټ هغوی ان د يادو بستونو د دندو د لايحو په اړه هم نه‌پوهېږي.




د ازادي راډیو د موندنو پر بنسټ، په دې وروستيو کې د طالبانو حکومت په ۱۰ ولایتونو کې د عامې روغتیا ریاست رئیسان ملایان او قاريان ګومارلي دي.


د دې ترڅنګ په نورو ولایتونو کې د عامې روغتیا ریاست مرستیالان، د څانګو آمران او د روغتونونو مشران هم ملایان ګومارل شوي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net