Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

په تاجکستان کې ځینې افغان کډوال: بې‌برخلیکه وضعیت ستونزو سره مخ کړي یوو

0
په تاجکستان کې له افغانستانه کډه شوي افغانان وايي، لا هم په بې برخلیک وضعیت کې دي.


که څه هم په تاجکستان کې خپل ځايي وګړي له بې‌وزلۍ کړېږي، خو هلته د سلګونو افغان پناه غوښتونکو ورتګ، د دوی ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.


د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې په تاجکستان کې د خپلو حقونو ترلاسه کول اسان کار نه دي، ځکه په دغه هېواد کې د بیان ازادي محدوده ده.


په تاجکستان کې افغان پناه غوښتونکي د افغانستان پر سفارت هم، چې د تېر جمهوري نظام ډیپلومات یې چلوي، ډېره تکیه نه شي کولای.


د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې ځینو افغانانو په خپلو لږو امکاناتو ځان ته د کار و بار غم خوړلی دی.


چا ځان ته رسټورانټ او چا هم کوچنی دکان جوړ کړی چې په مرسته یې خپل روزګار وچلوي.


له دې هاخوا ګڼو نجونو ته هلته د ورزش زمینه برابره شوې ده، ځکه پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته پر ښځو او نجونو خورا زیات محدودیتونه لګول شوي دي.


د افغانانو ګڼې کورنۍ دېته په تمه دي چې ملګري ملتونه یا نورې ادارې دوی نورو هېوادونو ته وباسي.


جاوېد شریف هم له خپلې کورنۍ سره په همدې تمه دی.


هغه زیاته کړه: "موږ انتظار پاتې شولو، ځکه اوازې وې چې ملګري ملتونه موږ نورو هېوادونو ته باسي، یا پیسې ورکوي. ټول دلته کډوال دي او بېچاره ګان په بد وضعیت کې دي."


جاوېد شریف پنځه اولادونه لري او د تمکین شریف په نوم لور یې له انځورګرۍ سره لېوالتیا لري چې غواړي په انځورګرۍ کې لوړې زده کړې وکړي، خو معلومه نه ده چې تقدیر به دوی کومې خوا ته بیايي.


۲۵ کلنه بي بي حوا ذکي په افغانستان کې د انګرېزۍ ژبې ښوونکې وه، وايي، د طالبانو د ګواښونو له کبله له افغانستانه ووتل.


هغه زیاتوي: "ځکه مو پرېکړه وکړه، چې له افغانستانه ووځو، چې طالبانو زموږ کورنۍ، زما ورور او ورېنداره په مرګ ګواښل. غواړو له تاجکستانه کاناډا ته لاړ شو. په کاناډا کې کېس لرو، خو نه پوهېږو چې هلته مو د قبولۍ اسناد منل کېږي، که نه."


په دې ځای کې د افغان کډوالو ماشومان خپل د فوټبال تمرین کوي او د هغوی روزونکی مرتضی نبي زاده وايي، د دوی د تمرین یو کال کېږي.


هغه وايي: "د دوی پر تمرین یو کار اوړي. ځکه په افغانستان کې د نجونو او هلکانو ترمنځ توپیري چلند کېږي. هلته نجونې درس نه شي ویلی، ورزش نه شي کولی، پارک ته نه شي تلی، موږ وغوښتل چې د دوی ترمنځ دغه کرښه ماته کړو او نجونو ته یو ښه ټیم جوړ کړو."


بله افغانه پناه غوښتونکې، سارا حکیمي وايي، دوی په تېرو دوو کلونو کې ډېرې خوارۍ ګاللي دي.


هغه وايي: "کله چې په ۲۰۲۱م کال کې کډوال شولو، هغه وخت مو پیسې نه درلودې، ماشومان مو وږي وو. روزګار مو کمزوری و. ځینو تاجکستاني ګاونډیانو مو لاسنیوی وکړ. خیر دې یوسي. توشکې، بړستنې او هرڅه یې راکړل. د یوې اوونۍ له تېرې وروسته مې کار پیل کړ. په لومړیو کې مې کورونه پاکول. چې د ورځې به یې شل ساماني 'شاوخوا ۱ اعشاریه ۸۰' ډالره راکول، چې په دغو پیسو خوشحاله وو."


د دوشنبې په وحدت سیمه کې د کورنیو چارو وزارت د کډوالو ریاست مشر سمونمل بای محمد رجازاده ویلي، هلته دېره افغان کډوال تقریباً له ټولو حقونو برخمن دي.


هغه وايي: "دا باید وویل شي، چې په تاجکستان کې افغان پناه غوښتونکي له ځینو حقوقو پرته، د تاجکستان د وګړو برابر حقونه لري. دوی ازاد دي چې ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو یا حقوقي موسسو ته مراجعه وکړي او د تاجکستان په ټولنه کې ازادانه ژوند وکړي."


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ ویلي، دا مهال په افغانستان کې د افغان پناه غوښتونکو شمېر شا و خوا لسو زرو ته رسېږي، زیات یې له بې‌وزلۍ کړېږي.


د تاجکستان تر څنګ ګڼ افغانان په ګاونډیو یا هم نورو هېوادونو کې د امریکا متحدو ایالتونو، کاناډا یا هم اروپايي هېوادونو ته د تګ په تمه دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net