Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Октябрь
2023

د فراه اوسېدونکي: زموږ ځوانان د بې‌کارۍ له امله له معتادینو سره یوځای کېږي

0
د افغانستان په غربي ولایتونو کې معتادین تر درملنې وروسته د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله بېرته معتاد شوي او ډېری يې د اعتیاد په دوهمه دوره کې تر پخوانۍ اندازې ډېر نشه يي مواد استعمالوي.


په فراه ښار کې د پل فریدون سيمه هغه ځای چې د طالبانو حکومت تېر ژمی له دې ځای څخه لسګونه معتادین د دې لپاره زندان ته واستول چې له نشه يي موادو څخه يې لاسونه لنډ شي، خو په وروستیو میاشتو کې بیا په همدې ځای کې تر پخوا دوه برابره معتادین راټول شوي دي.


دوی ډېری هغه معتادین دي چې له دوو څخه نيولې بیا تر اته ځله پورې يې درملنه شوې او یو ځل يې هم په زندان کې درملنه شوې ده، خو اوس بېرته معتاد شوي دي.


د دې معتادینو ډېری برخه د بېرته معتاد کېدو لامل د کار او مصروفيت نشتوالی بولي.


له دې معتادینو څخه یو هم ولي جان دی.


دی ادعا کوي چې بې‌کاري د دې لامل شوې چې دی بېرته نشو ته مخه کړي.


که څه هم څو ځله يې درملنه شوې، خو نه پخواني او نه اوسني حکومت ده ته د کار زمینه برابره کړې ده.


هغه زیاتوي: "په افغانستان کې کار او مصروفیت نه‌شته، ټول نوي ځوانان د بې‌کارۍ له امله په نشو اخته کېږي او لویان څوک په ايران او څوک هم له بې‌کارۍ څخه معتاد شوي دي. زه خپله پنځه شپږ ځله په کلينیک کې بستري شوی یم، زندان ته وړل شوی یم او هلته مې هم نشه پرې ايښې ده، خو کله چې له زندان څخه راووتم د کار او مصروفیت د نشتوالي له امله بیرته عملي شوم."


د افغانستان په لوېديځو ولایتونو کې روغتيايي چارواکي وايي، ډېری هغه معتادین چې څو ځله يې درملنه شوې او بېرته معتاد شوي، اوس يې تر پخوا د نشه يي موادو د استعمال اندازه ډېره کړې ده.


په فراه ښار کې د معتادینو له ډلې څخه یو هم نوراحمد دی چې څلور کاله کېږي نشه کوي.


دی هيله لري چې د طالبانو حکومت يې درملنه وکړي او تر درملنې وروسته د کار زمینه ورته برابره کړي.


هغه زیاتوي: "موږ له اسلامي حکومت څخه دا هيله لرو چې زموږ درملنه وکړي او د کار زمینه هم راته برابره کړي. که کار راته پيدا نه شي بیرته په نشو اخته کېږو، خو که په کار بوخت شو بیا په دې کار پسې نه ګرځو."


د فراه ولایت اوسېدونکي وايي، که څه هم د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو د تولید منع کولو یو کال تېر شوی، خو اوس هم په دې ولایت کې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي.


د فراه ښار یوه اوسېدونکي امېد ازادي راډيو ته وويل، په ښار کې د ډېرو معتادینو موجودیت او نشه يي موادو اسانه او ارزانه پيدا کېدل د دې لامل شوي چې په دې وروستیو کې ډېر روغ ځوانان هم له معتادینو سره یو ځای شي.


هغه وايي: "د ځوانانو لپاره د کار او مصروفیت زمینه دومره نه ده برابره شوې، له همدې امله ځوانان ګوښه ژوند غوره کوي، دا ستونزې د دې سبب شوي چې هغوی نشو ته مخه کړي، زه له دولت څخه هيله کوم چې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي."


د جمهوریت په وخت کې په فراه ولایت کې د معتادینو د درملنې لپاره شپږ روغتيايي مرکزونه فعال وه، خو اوس یوازې دوه روغتيايي مرکزونه فعالیت لري چې یو د نارینه وو لپاره ۸۰ بستريز مرکز او بل د معتادو ماشومانو او ښځينه وو لپاره متوسط روغتيايي مرکز دی.


پخوا په افغانستان کې د معتادینو د درملنې ډېری روغتيايي مرکزونه ته له نشه يي موادو سره د مبارزې او امریکا د قانون عملي کولو ادارو له خوا پيسې ورکول کېدې، خو کله چې په ۲۰۲۱ کال کې دا مرستې کمې شوې، د امریکا متحده ایالتونو استازو تازه د طالبانو له حکومت سره د خپلو مرستو د بیا پيلېدو په اړه خبرې کړي دي.


د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:




------------------------

راپور: حفیظ الله نورزاد





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net