Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2023

د خوندیتوب لپاره د مسؤلیت نړیوال مرکز: د طالبانو د واکمنۍ پر مهال داعش ډلې ۳۷۷۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0
د خوندیتوب لپاره د مسؤلیت نړیوال مرکز د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غړو ته په یوه لیک کې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې په بریدونو کې د قربانیو د شمېر خبر وکړ.


د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۳ کال د مې تر میاشتې پورې د داعش د خراسان څانګې په بریدونو کې تر ۳۷۷۴ ډېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.


دغه مرکز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۴مې غونډې په مناسبت د دغې شورا غړو ته په لېږلي لیک کې لیکلي، په افغانستان کې ډېری قومي او مذهبي اقلیتونه لکه: هزاره ګان، شیعه ګان، صوفیان او سیک د داعش ډلې په لاس د جوړو شویو بمونو هدف ګرځېدلي دي.


د خوندیتوب لپاره د مسؤلیت نړیوال مرکز زیاته کړې، له هغه وخت راهیسې چې طالبانو د دغه مرکز په خبره "په زور سره افغانستان نیولی" په مذهبي ځایونو د داعش بریدونه ډیر شوي.


په کابل کې اوسیدونکې یوه نجلۍ چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي، وايي د خاله میړه یې تیر کال د داعش په برید کې په وزیر اکبر خان مېنې کې ووژل شو.


دا زیاتوي، چې هغه غیرنظامي او د خپلې کورنۍ یوازینی ډوډۍ ګتونکی و.



هغې ازادي راډیو ته وویل:


" تیر کال د جمعې په ورځ چې کله د وزیر اکبر خان مېنې له جومات سره چاودنه وشوه، هلته مې د خاله میړه شهید شو، له هغه څو ماشومان پاتې دي، څلور لورګانې، دوه زامن او میرمن یې او دی د خپلې کورنۍ یوازینی دوډۍ راوړنکی و، موږ ته ویل شوې وه چې دا حمله د داعش له خوا شوې وه، میرمن یې ډیرې اقتصادي ستونزې لري، او په ډیرو ستونزو کې ده." 


دا له نړیوالې تولنې غواړي چې د ترهګرو ډلو په وړاندې جدي ګامونه واخلي.




د راپورونو پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال د سپتامبر په ۲۳ مه د کابل ښار د وزیر محمد اکبر خان مېنې جومات مخې ته په برید کې لږ تر لږه ۷ تنه ووژل شول او ۴۱ نور ټپیان شول.


د امنیتي چارو پوه اسد الله ندیم ازادي راډيو ته وویل، که څه هم داعش اوسمهال په افغانستان کې لوی فعایتونه نه لري، خو په خبره یې شتون یې خطرناکه دی.


ندیم وایي:


" په حقیقت کې داعش په خپل فعالیت کې خلاص لاس نه لري، خو دا په دې مانا نه ده چې داعش په افغانستان کې نشته، دا شبکې نورې محرمې سرچینې لري، په ډيریو برخو کې ډير پام ځانته نه اړوي، ان استخبارات هم په دير سختیو د دوی د محرم فعالیتونو درک کولای شي، نو د داعش شتون په خپله یو خطر دی، دوی هره شیبه هرڅه باندې برید کولای شي." 




د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې، په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینیټ وویل چې د مذهبي لږکیو( اقلیتونو) پر وړاندې بریدونه داسې ښکاري چې سیستماتیک وي، ریچارت بینټ دا شان بریدونه د بشریت ضد جنایت ګنلي وه.


خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي راپور په غبرګون چې په افغانستان کې یې د داعش ډلې فعالیت او ګواښونه د اندېښنې وړبللي وو، ویلي وو چې د داعش عملیاتي فعالیت صفر ته نږدې شوی دی.


د خوندیتوب لپاره د مسؤلیت نړیوال مرکز هم طالبان تورنوي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې یې جنسیتي تبعیض ته دوام ورکړی او په خپلو محدودونکو پالېسیو یې ښځې او نجونې له بشري حقونو محرومې کړي.


د یادونې ده، تېره اوونۍ د کابل پر دارالامان سړک د چاودنې مسوولیت هم، چې دوه تنه په کې ووژل شول او یو تن ټپي شو، داعش ډلې ومانه.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net