Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2023

ایران کې د افغان کډوالو ستونزې؛ یوه حامله مېرمنه: وضعیت مې ښه نه دی، ۵ سوه کسیز کمپ کې د وطن ته تلو انتظار کوم

0
 "هېڅ ملي بس نه‌شته، هېڅ مسؤل نه‌شته، هېڅوک زموږ پوښتنو ته ځواب نه ورکوي."


دا د ايران په زاهدان ښار کې د هغې افغانې کډوالې ښځې غږ دی، چې وايي حامله داره ده او په یوه کمپ کې تر سخت لمر لاندې ناسته ده.

دغه افغان کډواله وايي، چې وضعیت یې ښه نه‌دی، د اوبو، خوراکي توکو او روغتیايي خدمتونو ته له لاس‌رسي پرته دې او کورنۍ یې یوه اوونۍ په دې کمپ کې تېره کړې چې بېرته افغانستان ته راشي، خو د دې په وینا داسې ونه‌شول.


هغه وايي چې د زاهدان په کمپ کې د افغانانو شمېر شاوخوا ۵۰۰ ته رسيږي.


دغه مېرمن چې نه‌غواړي د موضوع د حساسيت له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي، وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له بياځلي واکمنېدو وروسته دوى کډوالۍ ته اړ شوي دي او د دوو کلونو په تېرېدو دا چې دوی قانوني اسناد نه‌لري او خاوند يې هم د پوليسو له لوري ځورول کېږي، افغانستان ته د بېرته ستنېدو پرېکړه يې کړې.


هغه وایي:


"موږ په زاهدان کې په کمپ کې بند پاتې يوو، اوس تګ راتګ نه‌شو کولای، نه خواړه شته، نه اوبه، موږ شاوخوا ۵۰۰ کسان، ځوانان، بوډاګان او ماشومان ټول دلته په دې ګرمه هوا کې بند پاتې یو. هيڅوک نه‌شته چې له موږ سره مرسته وکړي، موږ ووایو چې موږ افغانستان ته ځو، دوی وايي چې لاړ شئ، څنګه؟ هیڅ حل نه‌شته، هوټل نه‌شته او اوس یې موږ ته وویل چې افغانستان ته د تلو لپاره بس نه‌لرو. په ډېر تکليف کې يو."


هغې زياته کړه، چې تر اوسه د دغه بې‌غورۍ لامل دوى ته نه‌دى څرګند.


 




هغې زياته کړه، چې تر اوسه د دغه بې‌غورۍ لامل دوى ته نه‌دى څرګند.


يوه بله مېرمن هم وايي، چې څو مياشتې وړاندې دې او ورور يې د پاسپورت د نشتوالي له امله خپله ناروغه مور د درملنې لپاره په ناقانونه ډول ايران ته لېږدوله، خو ايراني پوليسو درې ورځې وړاندې د دغه هېواد له مشهد ښار څخه ونيول او د بېرته خپل هېواد ته د لېږلو په موخه يې د زاهدان کمپ ته ولېږدول.


هغه چې د فراه ولایت اوسېدونکې ده او نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل:


"د دې لپاره چې پاسپورټونه مو نه درلودل، موږ يې زاهدان ته ولېږلو، موږ اوس په کمپ کې یو، دوه درې ورځې وشوې سرګردانه يو، چې نه اوبه شته، نه ډوډۍ شته، مور مې ښه نه ده. دوی هره شېبه موږ ته وايي، بس راځي، موږ هم همدا ډول حيران او سرګردان يوو."


ومو غوښتل چې په ایران کې د دغو افغان کډوالو د ستونزو او په دې برخه کې د طالبانو د حکومت د اقداماتو په اړه د طالبانو له حکومت وپوښتو، خو د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند قهار بلخي او د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دغه راپور تر خپرېدو پورې په دې اړه زمونږ پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.


 


 




خو دوه اوونۍ وړاندې «ملت ته د حکومت حساب ورکونې» تر نامه لاندې په یوه پروګرام کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلا خروټي ویلي وو، چې د دوی یوه دنده د راستنېدونکو لپاره د اسانتیاو برابرول دي.


ایران، پاکستان او نورو هېوادونو ته د افغانانو ناقانونه کډوالي کومه نوې خبره نه‌ده، خو د کډوالۍ دغه څپه وروسته له هغه ډېره شوه، کله چې طالبان د دوهم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شول.


نا امني، بې‌وزلي او بې روزګاري د افغانانو د کډوالۍ اصلي لاملونه دي.


خو په دې وروستیو میاشتو کې دغو کډوالو له ازادي راډیو سره په مرکو کې په پرله‌پسې ډول د پاکستان او ایران په څېر هېوادونو کې د پولیسو له ناسم چلند څخه شکایتونه کړي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net