فرانسه: محافظه کارانو په ښوونځیو کې د اسلامي لباس د منع کیدو پریکړه وستایله
فرانسې له ۱۹مې پېړۍ راهیسې په دولتي ښوونځیو کې د کاتولیک کلیسا د سمبولونو کارول د سختو قوانینو په تصویب او پلي کولو سره لیرې کړي، خو په وروستیو لسیزو کې د مسلمانانو د شمېر په زیاتېدو سره د اسلامي سمبولونو په اړه د ورته قوانینو په پلي کولو کې له ستونزو سره مخامخ شوې ده.
په فرانسه کې د سیکولریزم سخت انګیرنه، چې د "laïcité" لائیستیه په نوم یادیږي، یوه حساسه مسله ده، او د هغې د پلي کولو په اړه شخړې ډیری وختونه د تاو تریخوالي لامل کیږي.
