Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2023

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت: هېڅ هېواد د خپلو نېمایي وګړو(ښځو) له منزوي کولو سره پرمختګ نه شي کولای

0
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وایي، متحده ایالات د افغان ښځو د هغو هڅو ملاتړکوي، چې د خپل ژوند په ټولو برخو کې یې د فعال ګډون لپاره مخ ته وړي.


د امریکا سفارت په خپله اېکس پاڼه کې، چې پخوا ټویټرنومیده، دغه څرګندونې د اګست د ۲۶ د امریکا په اساسي قانون کې د تعدیل د کلیزې په مناسبت کړي.


دغه سفارت ویلي دي، چې امریکا د ۱۹۲۰ کال په همدې ورځ په اساسي قانون کې نولسم تعدیل راووست، چې له مخې یې ښځو ته له څولسیزو مبارزې وروسته د رایې ورکولو حق خوندي کړ.


د امریکا سفارت ویلي، موږ نن د ښځو د برابرۍ په ورځ د ښځو د حقونو د فعالانو او مشرانو لاسته راوړنې نمانځو.


د سفارت په بیان کې، د افغان ښځو اوسني وضعیت ته په اشارې ویل شوي، چې هېڅ هېواد د خپلو نیمایي وګړو دمنزوي کولو په صورت کې پرمختګ نشي کولای.




په عین حال کې د بشري حقونو د څارسازمان د ښځو د برخې مسولې هیدر بارپه خپله اېکس پاڼه کې ویلي، چې ډیرې افغانې ښځې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان له یوه سرخلاصي زندان سره پرتله کوي.


د نوموړې په وینا، دا یو داسې خطرناک خبرداری دی، چې مبالغه پکې نشته.


په عین حال کې د زده کړې د حقونو د فعالې او د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکې ملاله یوسفزۍ پلار په خپله ټولنیزه شبکه اېکس کې ملګرو ملتونو ته د هغې د وینا یوه برخه ایښې، چې نوموړې پکې د نجونو د زده کړې راتلونکې خوشبني څرګندوي.


ملاله یوسفزۍ په دغه وینا کې وایي:


"نجونې د زده کړې پر ځواک پوه دي او هغوی کارکوي، چې د ښوونځیو دروازې د هرماشوم پرمخ پرانېستې وي. زه په دې پوه یم که موږ د دوی له عزم سره یوځای شوو، د دوی هڅې تمویل کړو او مشري یې تعقیب کړو، په راتلونکو لسو کلونو کې به د ډېرو پرمختګونو شاهدان واوسو."




دا په داسې حال کې ده، چې پر ښخو او نجونو د طالبانو له خوا د زیاتیدونکو محدودیتونو په ترڅ کې، د طالبانو د امرباالمعروف او نهې عن المنکر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي تېره ورځ په بامیان کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې له دې وروسته بند امیرته ښځې نشي تللی.


د هغه په وینا، په تېرو دوو کلونو کې ښځو ته د دې کاراجازه ورکړل شوې، خو د ده په خبره، هغوی اسلامي حجاب ته پام نه و کړی.


طالبانو له دې مخکې له محرم پرته پارکونو، مېله ځایونو، حمامونو، سپورټي ځایونو او لیرې سفر کولو کې پرښځو او نجونو د لګول شویو بندیزونو ترڅنګ له شپږم ټولګي پورته نجونې له منځنیو، ثانوي او پوهنتوني زده کړو راګرځولې او هم یې د ملګروملتونو د ادارو په ګډون په نادولتي موسسو کې د ښځو پرکارکولو بندیز لګولی دی.




طالبانو څو ورځې مخکې یوشمېر هغو نجونو ته د کابل له هوایي ډګرڅخه متحده عربي اماراتو ته هم د سفراجازه ورنکړه، چې د لوړو زده کړو بورسونه یې ترلاسه کړي او د زده کړې لپاره هغه هېواد ته تللې.


طالبان وایي، د شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د کار اوزده کړې ملاتړکوي، خو د دوو کلونو واکمنۍ په تیریدو سره یې په دې برخه کې یوه واضح تګلاره نده اعلان کړې.


د بي بي سي خبریالې لیز دوسیت په خپلې ټولنیزې شبکې اېکس کې د طالبانو د یوه پخواني مهم غړي ملاعبدالسلام ضعیف هغه څرګندونې راخیستې، چې له دې رسنۍ سره په خبرو کې پرطالبانو د بیساري انتقاد په ترڅ کې ویلي: د طالبانو ۹۵ سلنه غړي په دې باور دي چې نجونې باید ښوونځي ته لاړې شي او ښځې باید کاروکړي، خو د هغه په خبره د طالبانو یووالی هم مهم دی او په دې اړه بحثونه دوام لري.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net