Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2023

د بودیجې کمښت؛ ډبلیو ایچ او: افغانستان کې ۳۳ روغتونونه تړل کېدو ته نږدې شوي

0
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې ۳۳ روغتونونه د بودیجې د کمښت له امله تړل کېدو ته نږدې شوي.


دې سازمان د جولای میاشتې په راپور کې چې نن د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې له خوا خپور شوی ویلي چې دا ۳۳ روغتونونه ۹ میلیونه خلکو ته روغتیايي خدمتونه برابروي.


په راپور کې د دغه روغتونونو په اړه نور معلومات چې په کومو ولایتونو کې موضعیت لري، بودیجه یې د طالبانو حکومت ورکوي او که نړیواله ټولنه نه دي ورکول شوي، خو د روغتونونو د تړل کېدو ترڅنګ په افغانستان کې د شدید اسهال او ډینګي تبې په څېر ځینو ساري ناروغیو ډېرېدو ته هم اشاره شوې ده.




په راپور کې د دغه روغتونونو په اړه نور معلومات چې په کومو ولایتونو کې موضعیت لري، بودیجه یې د طالبانو حکومت ورکوي او که نړیواله ټولنه نه دي ورکول شوي د روغتونونو د تړل کېدو ترڅنګ د ځینې ساري ناروغیو ډېرېدو ته هم اشاره شوې ده.


په ورته وخت کې ځینې اړمن کسان بیا د روغتونونو په تړل کېدو اندېښنه ښيي او وايي، دوی چې په اوسنیو ناوړه اقتصادي شرایطو او بې‌کارۍ کې د خوراک لپاره څه نه شي موندلای، د درملنې لپاره یې خو بیخي نه شي کولای.


د کابل اوسېدونکی محمد علي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "افغانان په داسې بد حال کې دي چې په وچې ډوډۍ پسې حیران دي. اول زه خپله په ډېر بد وضعیت کې یم. خلک د ډوډۍ لپاره خپل بډوډي خرڅوي، دا چې روغتونونه هم بند شي، موږ څه وکړو؟"


د تخار ولایت یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي زوی یې ناروغ دی، خو په وینا یې په تخار کې یې دولتي روغتونونه ځکه درملنه نه کوي چې امکانات نه لري او په شخصي روغتونونو کې یې د درملنې وس نه لري.


هغه وايي: "زوی مې ناروغ دی، خو د درملنې وس یې نه لرم، د تخار ولایت په شخصي روغتونونو کې ۱۶ زره افغانۍ د عملیات لپاره غواړي، خو زه ۱۰۰۰ افغانۍ نه لرم. دولتي روغتون ته چې ورشم، وايي موږ عملیات نه شو کولای او ناروغ مو نه مني، نو موږ چېرته لاړ شو؟"


دا اړمن کسان د طالبانو له حکومت او موسساتو څخه غواړي چې د دې روغتونونو د تړل کېدو مخه دې ونیسي.


د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې همدا شان ویل شوي چې د افغانستان د روغتیا سیستم انتقالي ستراتېژي د بشپړېدو په حال کې ده چې د درېیو کلونو لپاره نږدې ۲.۴ میلیارده ډالره لګښت ته اړتیا لري.


په راپور کې د هغو مرستو یادونه هم شوې چې د روغتیا نړیوال سازمان له بېلابېلو روغتونو او روغتیايي مرکزونه سره کړي چې په وینا یې ۲۴۱۸۷۴ تنو ګټه ترې اخیستې ده.




د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د روغتیا نړیوال سازمان د وروستي راپور په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د یاد وزارت چارواکو تېره اوونۍ ملت د حساب ورکولو په ناسته کې ومنله چې په ډېرو کلیوالو سیمو کې لومړني او ثانوني روغتیايي خدمتونه نه شته.


تر دې مخکې د اګست میاشتې په ۱۷مه مه نېټه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ډانېل انډرېس هم ویلي وو چې ۲۶۰ ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې له امله یې ۲ میلیونه خلک له روغتيايي خدمتونو محروم شوي دي.


د دې ترڅنګ اروپايي ټولنې هم د طالبانو د واک د مودې د دوهمې کلیزې د پوره کېدو په مناسبت په یوه راپور کې ویلي و چې د افغانستان د عامې روغتیا سیستم نړېدو ته نږدې شوی دی.


د طالبانو په څه باندې دوه کاله واکمني کې ګڼو نړیوالو بنسټونو د افغانستان په روغتیايي سیستم کې د ستونزو او بودیجې د کمښت راپورونه ورکړي چې لاملونه یې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نړیوالو مرستو کمېدل او د ښځو په کار د طالبانو بندیزونه ښودل شوي چې له امله یې ګڼو هغو موسساتو چې د روغتیا په برخه کې یې کار کاوه، خپل فعالیتونه کم یا هم بیخي درولي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net