Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2023

د لسګونو سازمانونو او فعالانو سرخلاصی لیک؛ د مطیع‌‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې

0
د بشري حقونو د ملاتړ ۵۱ سازمانونو او د بېلابېلو برخو شاوخوا ۹۰ فعالانو په یو سر خلاصي لیک کې د طالبانو له بنده د زده کړو په برخه کې د فعال او د قلم لار بنسټ د مشر مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.


لسګونه مدني فعالانو، د بشري حقونو او زده کړو د برخې فعالانو، د بشر د حقونو ملاتړو سازمانونو، ژورنالیستانو او ډیپلوماټانو؛ نړیوالې ټولنې ته یو سر خلاصی لیک استولی او د زده کړو د فعال او قلم لار بنسټ د مشر مطیع‌الله ویسا د خلاصون غوښتنه یې کړې ده.


د بشري حقونو د ملاتړ ۵۱ سازمانونو او د بېلابېلو برخو شاوخوا ۹۰ فعالانو لاسلیک کړی دی.


دا پرانیستی‌ لیک پرون د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش، د اسلامي همکاریو د سازمان مشر حسین ابراهیم طه، د اروپايي کمېسیون رییس، د اروپا د پارلمان مشرې روبرتا میتسولا، د جنوبي اسیا د سیمه ییزو همکاریو د ټولنې یا سارک رییس، د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، په افغانستان کې د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارټ بېنیټ، د بشري حقونو د شورا رییس، د ناروې، اسټرالیا، پاکستان، فرانسې، المان، انګلستان، ترکیې، امریکا، قطر او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو ته استول شوی دی.


نړیوالې ټولنې ته په دې پرانیستي لیک کې راغلي، مطیع‌الله ویسا د افغانستان د زده کړو د برخې مخکښ فعال دی چې په سوله‌ییزه توګه یې په افغانستان کې د هلکانو او نجونو د زده کړو د حق لپاره کار کړی.


په لیک کې دا هم راغلي چې دوی د ویسا د اوږد غیر قانوني بند او دهغه د روغتیا او روحي حالت په اړه جدي اندېښمن دي.


دوی په دې لیک کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په ګډون پر ټولو طالب چارواکو د سفر د بندیز غوښتنه هم کړې ده.




مطیع‌الله ویسا د مارچ په ۲۷مه د کابل ښار د پنځمه ناحیې د خوشال خان په سیمه کې د کور له مخې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو او د پنځو میاشتو راهیسې لا هم د طالبانو په زندان کې دی.


د ویسا د نیولو په اړه د طالبانو حکومت تل ویلي چې نوموړي د دوی د حکومت له اجازې پرته غونډې کولې او عامه افکار یې مغشوشول.


هغه څه چې کورنۍ یې تل رد کړې او ويلي، ویسا د ۱۴ کالو راهیسې یوازې زده کړو ته د افغان ماشومانو د لاسرسي په برخه کې مبارزه کړې او بل هېڅ جرم نه‌لري.


د مطیع‌الله ویسا ورور عطاالله ویسا وايي، د مطیع‌الله ویسا له نیول کېدو پنځه میاشتې تېرې شوې، خو لا یې هم د خلاصون په اړه روښانتیا نه‌شته.


عطاالله ویسا د ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "له امارت هیله کوم چې دا قضیه ژر تر ژره حل کړي او ویسا ژر تر ژره پرېږدي. زه ډېره اندېښنه لرم، پنځه میاشتې وشوې لا هم په زندان کې دی، هېڅ کومه روښانتیا هم موجوده نه ده. نړۍ هم اندېښنه لري. دا د عدالت غوښتنه ده. امارت باید عدالت په پام کې ونیسي، د خلکو، ملت او د نړۍ غوښتنې ته پام وکړي."


نړیوالې ټولنې ته د ویسا د خلاصون په اړه د استول شوي سر خلاصي لیک یوې لاسلیکونکې او د بریتانیا د کارګر ګوند غړې پیمانې اسد ازادي راډیو ته وویل: "زه غواړم مطیع‌الله ویسا راخلاص شي، ده کوم غلط کار نه‌دی کړی، ده یوازې د زده لپاره په افغانستان کې کمپاین کړی دی، ویسا کلیو ته تللی او کمپاین یې کړی، لس کاله کېږي. باید نور بهرنیان هم د ویسا د خلاصون لپاره خپل غږ پورته کړي. دا اصلاً سمه نه ده، طالبان هغه کسان نیسې چې هېڅ جرم یې نه وي کړی. دا موضوع نه اسلامي ده، نه هم د نړیوالود اصولو سره برابر ده."



د دغه لیک یوه بله لاسلیکونکې، د بشري حقونو فعاله او د فقر او بې سوادۍ پر وړاندې د مبارزې موسسې مشره مینه رفیق وايي: "ویسا یوازې د زده کړو د برخې فعال و، هڅه یې کوله ماشومان درس ووايي، اصلاً ګناه نه ده. دا نه اسلامي او نه هم انساني قانون کې دي. هغه باید خلاص شي، ملګري ملتونه باید په طالبانو فشار راوړي. موږ خبر یو چې ویسا نه د روحي نه رواني او نه هم جسمي اړخه ښه دی. موږ غواړو طالبان ژر تر ژره بې له هېڅ قید او شرطه ویسا خلاص کړي."


دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو اونیو کې تازه شاوخوا یولس تنه خبریالان د طالبانو له خوا نیول شوي چې نهه یې لا هم د دوی په بند کې دي.


په ورته وخت کې د روانې اوونۍ په سر کې د ښځو د حقونو اته تنه فعالانې هم داسې مهال چې د یوې اعتراضیه غونډې د جوړولو لپاره سره راتولې شوې وې، د طالبانو له خوا ونیول شوې خو بېرته خوشې شوې.


د خبریالانو او د ښځو د حقونو د فعالانو سربېره د بېلابېلو برخو نورو فعالانو هم د طالبانو له خوا نیول شوي، چې يو شمېر خوشې شوي او یو شمېر یې لا هم د دوی په بند کې دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net