پاکستاني چارواکي: شمالي وزیرستان کې وژل شوي ۱۱ تنه د پوځ کارګران وو
یوه پوځي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، نن د ازادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې دغو کارګرو د پاکستان پوځ ته د یوې ودانۍ د جوړولو په پروژه کې کار کاوه.
د هغه په وینا، کارګرو ته هغه مهال مرګ ژوبله واوښته، چې د سپرلۍ پر موټر یې د میرکوټ په سیمه کې د سړک د غاړې بم وچاودېده.
د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ دا برید غندلی او په یوه پیغام کې یې ویلي، چې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي.
