سویډن د ښځینه فوټبال نړیوال جام درېیم مقام وګاټه
دغه سیالۍ چې نن ترسره شوه، سویډنۍ لوبډلې د لوبې په لومړۍ او دویمې نیمايي کې یوـ یو ګول وواهه او اسټرالیا بیا تر پایه د کوم ګول په وهلو بریالی نشو.
یادو دواړو لوبډلو په نیمه پایلوبو کې خپلې سیالۍ بایللې وې، سویډن له اسپانیا او اسټرالیا له انګلستان ماتې خوړلې وې.
ټاکل شوې، چې د یادو سیالیو پایلوبه سبا د اسپانیا او انګلستان ترمنځ ترسره شي.
