Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2023

د 'رواداري' سازمان ادعا: طالبانو او نامعلومو کسانو ۲۸۳ افغانان وژلي

0
د 'رواداري' سازمان په یوه راپور کې ادعا کړې چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۸۳ کسان د طالبانو او نامعلومو کسانو له‌خوا په هدفي او مرموز ډول پرته له محاکمې وژل شوي دي.


یاد سازمان د شنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو ادعا وکړه چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې ګڼې پېښې شوې دي.


دې سازمان ویلي، په دې موده کې د طالبانو او نامعلومو کسانو له‌خوا په هدفي، مرموز او پرته له محاکمې ۲۸۳ کسان وژل شوي او ۵۹ نور په ورته پېښو کې ټپیان شوي دي.


د دغه راپور له مخې ډېری پخواني دولتي کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان، د طالبانو مخالفان او منتقدین او نور ملکي وګړي چې نارینه، ښځې او ماشومان په کې شامل دي، د دغو پېښو اصلي قربانیان دي.


د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې دا ډول ادعاوې رد کړې دي.


د رواداري سازمان په راپور کې دا هم ویل شوي چې نیول شوي کسان د طالبانو په زندانونو کې له شکنجې او ناوړه چلند سره مخ دي.


دغه سازمان ویلي چې د شپږو میاشتو په موده کې یې د ملکي بندیانو د شکنجې لږ تر لږه ۱۰ قضیې چې د دوی د وژل کېدو لامل شوي، مستند کړي دي.


د دغه سازمان په راپور کې ادعا شوې چې دغه ملکي وګړي په بېلابېلو تورونو نيول شوي او د طالبانو په زندانونو کې دي.


په ورته وخت کې د بشري حقونو یو فعال عظیم عظیمي چې د طالبانو په زندان کې یې ۷ میاشتې تېرې کړي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کوي چې د طالبانو په زندانونو کې خلک په بې رحمانه ډول شکنجه کېږي.




عظیمي وویل: "دا هغه څه دي چې ما تجربه کړي او په خپلو سترګو مې لیدلي. طالبانو بندیان په برق شکنجه کول، هغوی ته یې اوبه ورکولې، يعنې ګیډه يې له اوبو ور ډکوله او ساه به يې ورته بندوله. په ژمي کې به یې هغوی په یخو اوبو کې اچول او په دې توګه د هغو جرمونو منلو ته یې اړ ایستل چې طالبانو غوښتل."


د رواداري سازمان د راپور په دوام کې راغلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ۱۳ ولایتونو کې ۶۹ نارینه او ښځې په عام محضر کې په درو وهل شوي او دوه تنه په بامیانو کې د سنګسار په سزا محکوم شوي دي.


دغه سازمان ویلي، دا ټولې قضیې او خپلسري نیول، له نیول کېدو وروسته په درو وهل، اجباري ورکول او د سوله ییزو اعتراضونو ځپل په افغانستان کې د بشري حقونو د کړکېچن وضعیت ښکارندویي کوي او د دغه سازمان په وینا، طالبان د هغه څه پر وړاندې چې ترسره کوي، ځواب ورکوونکي نه دي.


د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي د دغه راپور د ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ادعا کړې وه چې اوسمهال په افغانستان کې تر بل هر وخته زیات بشري حقونه رعایتېږي.


رواداري سازمان، د بشري حقونو یو سازمان دی چې له افغانستانه بهر فعالیت لري او د مسوولانو په خبره يې، د کورنیو همکارانو په همکارۍ، د بشري حقونو سرغړونې مستند کوي.


دا په داسې حال کې ده، چې د وسله والو شخړو د ځای او پېښو د معلوماتو پروژې بنسټ او د افغانستان سولې د څارنې سازمان، یوه ورځ وړاندې په یوه راپور کې ادعا کړې وه چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د ٢٠٢٣ کال د جون میاشتې تر ٣٠ نېټې پورې په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وړاندې د هدفي تاوتریخوالي څه باندې ۱۰۰۰ پیښې ترسره کړې دي.


رواداري سازمان، په دغه راپور کې چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې یې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو بېلابېل ډولونه څېړلي په ۳۰ ولایتونو کې د بشري حقونو د فعالانو، قربانیانو، عیني شاهدانو او نورو په ګډون له ۳۵۳ کسانو سره مرکې کړې دي.


یاد سازمان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو د غیر قانوني چلند پر وړاندې د افغانانو د ملاتړ او په دغه هېواد کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو د پای ته رسولو لپاره اغېزمن او فعال رول ولوبوي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net