د طالبانو حکومت: د ۵ مېرمنو په ګډون ۱۶ بهرنیان راسره بندیان دي
د طالبانو د زندانونو مسوولان وایي، چې په بندیخانو کې ورسره شپاړس بهرنیان هم بندیان دي.
دطالبانو د زندانونو د چارو د سمون د ادارې چارواکو نن ملت ته د حساب ورکولو د پروګرام په ترڅ کې وویل، چې په دغو شپاړسو بهرنیو بندیانو کې پنځه میرمنې دي.
د طالبانو په وینا، د افغانستان په زندانونو کې د ټولو بندیانو شمیر شپاړس زرو ته رسیږي چې یو زر یوسل او څلور نوي پکې میرمنې دي.
طالبانو نه دي ویلي، چې په بهرنیو زندانیانو کې د کومو هېوادو اتباع شامل دي.