Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2023

د طالبانو لخوا د خبریال وحدت الله ابدالي نیول کیدل؛ د خبریالانو مرکز: افغان خبریالان ښه وضعیت کې نه دي

0
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په غزني کې سیمه ییز خبریال سید وحدت الله ابدالي د طالبانو له خوا نیول شوی دی.


یاد شوي مرکز زياته کړې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس خبريال سيد وحدت الله ابدالي، د اسد په ١٥مه، د يکشنبې په ورځ په داسې تور چې د هغه په خبریالۍ پورې اړوند نه دی نیول شوی او تر پلټنو لاندې دى.


د افغانستان د خبریالانو د مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمېټې مسولې سمیه ولیزاده ازادي راډیو ته وویل: "د تر لاسه شوو معلوماتو له مخې، په داسې جرم تورن دی چې د هغه په خبریالۍ پورې اړه نه لري نیول شوی، د افغانستان د خبريالانو مرکز، د واکمنې ډلې لخوا د افغان خبريالانو د دوامدار توقيف په اړه انديښمن دی او اوس مهال له طالبانو څخه غواړي، چې پرته له کوم قيد او شرطه، د وحدت الله عبدالي په ګډون هغه خبريالان چې په افغانستان کې د دوی په بند کې دي خوشي کړي. "


خو د افغانستان د خبریالانو مرکز د هغه د جرم په اړه چې ښاغلی ابدالي پرې تورن دی معلومات ورنکړل.


د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې، "نۍ" مسول، ظریف کریمي هم ازادي راډیو ته وویل، چې د طالبانو حکومتي چارواکو د سید وحدت الله د نیول کېدو د څرنګوالي او لامل په اړه کره معلومات نه دي شریک کړي.




ښاغلي کریمي ازادي راډیو ته وویل: "ښاغلی ابدالي، په غزني ولایت کې د امنيتي ځواکونو لخوا نيول شوی، او اوس مهال تر توقيف لاندې دی، د هغه د نيول کيدو جزييات او لامل لا نه دي څرګند شوي، او په دې اړه هغو مسولينو چې مونږ ورسره اړيکه ونيوله کافي معلومات رانکړل."


که څه هم دغه بنسټونه د طالبانو د حکومت د چارواکو په حواله وايي چې سید وحدت الله ابدالي د یوې داسې موضوع په تور نیول شوی چې د یوه خبریال له کار سره تړاو نه لري، خو یو خبریال چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ادعا کوي چې دا ډول کړنو دوی اغېزمن کړي دي او د خبريالانو د نيولو او د طالبانو د حکومت له خوا د ډېرو رسنيو د بندولو لامل د دوی د خوښې خلاف خبرونو چمتوکول او خپرول دي.


دوی ازادي راډيو ته وویل: "دغو شکنجو، نيولو او بنديزونو په رښتيا هم خبريالان ډير اغېزمن کړي، چې ان د خبريالۍ ډګر ته د ننوتو او په رسنيو کې د کار کولو جرئت نه لري، دې تر څنګ بايد وويل شي، چې ډېرې رسنۍ وتړل شوې او هيڅ فعاليت نلري."


یو بل خبریال، هم چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، په دې اړه وویل: "رسنۍ اوس مهال د پخوا په شان د بیان ازادي نه لري او ډېرې محدودې شوي. رسنۍ اوس یوازې د هغو شیانو د خپرولو حق لري چې ورته ویل کېږي، که وغواړي داسې خبر خپور کړي چې ټولنه ورته اړتیا لري او باید پرې پوه شي، یا هم نړیواله ټولنه باید ترې خبره شي، نو دغه خبریالان ژر تر ژره نيول کيږي."




ومو غوښتل چې د دې ادعاوو په اړه د طالبانو حکومت نظر هم ولرو، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.


د افغانستان د خبريالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، سيد وحدت الله ابدالي شاوخوا ٣٥ کاله عمر لري او له شاوخوا ١٥ کلونو راهيسې په غزني ولايت کې د طالبانو تر واک لاندې د باختر دولتي خبري اژانس سره د خبريال په توګه کار کوي.


یاد مرکز زیاته کړه چې سید وحدت الله د یوې لویې کورنۍ یوازینی سرپرست دی او له خپلو څلورو ماشومانو، مېرمنې، مور او خویندو سره ژوند کوي.


د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې نی له خوا ورکړل شوې شمېرې وايي، چې د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي نږدې ۷۰ پېښې ثبت شوې دي، چې له دې ډلې نږدې ۳۰ یې د خبریالانو نیول او موقتي توقیف دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net