Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Август
2023

روفي: اسلام اباد کې پولیسو افغانان نیولي او بېرته یې د پیسو په بدل کې خوشې کړي

0
د پاکستان په اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي، پولیسو تېره شپه په دغه ښار کې لسګونه افغانان نیولي او نن سهار یې د پیسو په بدل کې خوشې کړي دي.


د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان کډوالو شورا وايي، د دغه هېواد پولیسو د پنجشنبې په شپه ناوخته په 'ایف ۱۷' کې د افغانانو په کورونو ورغلي او ۳۴ تنه یې نیولي دي.


دغه شورا زیاتوي، که څه هم دوی د پنجشنبې په سهار د پیسو په بدل کې دوی بېرته خوشې کړل، خو د نیولو پر مهال چې د افغانانو کورونو ته ورننوتي دوی یې ځورولي دي.


په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا رییس میر احمد روفي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "په ایف ۱۷ ښارګوتي پولیس په وړو او لویو موټرو کې په ډېر وحشت او دهشت ورغلل، یوازې له یوه بلاک یې ۱۷ ځوانان بوتلل. تاسو فکر وکړئ شپه به د دوی په ښځو او ماشومانو څنګه تېره شوي وي؟ بلاخره یې دوی سهار په شپږو اووه بجو خوشې کړل، دې کې شک نه شته چې له ۳۵ زیات کسان یې نیولي وي."




د نیولو شویو کسانو له ډلې یو تن چې نه غواړي د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، د پنجشنبې شپه ده او کورنۍ ته یې له وېرې ډکه شپه وه.


هغه وویل: "د شپې یوه نیمه بجه وه، ماشومان مې ویده وو، دروازه یې په زور ووهله، کله چې کور ته د ننه شول ما خپل اسناد ورته وښودل او ورته مې وویل چې موږ ټول ویزه او پاسپورټ لرو، خو هېڅ یې پام یې راته ونه کړ او زه یې د یو بل افغان سره په یوه وړوکي موټر کې واچولو. بیا یو پولیس ګواښ وکړ ویې ویل، تاسو په کور کې څومره پیسې لرئ، موږته یو څه راکړئ، بیا زموږ ګاونډی یې کور ته د پیسو د راوړلو لپاره ولېږه، زه یې برمته وساتلم، بیا چې کله هغه پیسې راوړې، څومره نورې پیسې مو هم چې په جیب کې درلودې؛ هغه یې هم له موږ واخیستلې."


ده زیاته کړه چې پولیسو یو غټ موټر د افغانانو د وړلو لپاره راوړی و او په خبره یې ۲۰ کسه نور یې هم له ځانه سره یوړل او سهار یې بېرته خوشې کړل.


د اسلام اباد په ایف ۱۷ ښارګوټي کې اوسېدونکی یو بل افغان چې دی هم د پولیسو د ګواښونو له امله یې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي وویل، دی وضعیت ټول وېرولي دي.


هغه وویل: "په دې سیمه کې ټول حیرانه دي، په تشویش کې دي، اندېښنه لري، چې دا عمل بیا ځلي تکرار نه شي. موږ د پاکستان له حکومت غواړو، چې د کډوالو حقونو ته پاملرنه وکړي."


په ورته وخت کې هغه ویډیو چې ازادي راډیو ته رسېدلې په کې لیدل کېږي د پاکستاني پولیسو له خوا د یو افغان کور ګډوډ شوی او ده له دې وضعیته فلم اخیستی دی.


په همدې حال کې د اسلام اباد پولیسو په یوه ټویټ کې د افغانو اتباع د یادولو پرته په یوې اعلامیې کې ویلي چې د اسلام اباد د پولیسو او د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۷۲ تنه بهرني اتباع چې د پېژندنې هېڅ اسناد یې نه درلودل زندان ته استولي او دا عملیات دوام لري.


پاکستاني پولیس په داسې حال کې د یادو عملیاتو خبر خپور کړی چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت د وزیرې حنا رباني کهر په ګډون یو شمېر پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې افغانان لاس لري.


خو په اسلام اباد کې د مېشتو افغان کډوالو شورا دغه ادعاوې ردوي وايي، دا مهال په پاکستان کې افغان کډوال د ګرځېدو او خپلو حقونو نه د دفاع اجازه نه لري، نو په خبره یې د پاکستان په ناامنۍ کې به څه لاس ولري.


په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته زرګونو افغانان چې امریکا او نورو هېوادونو ته یې د کډوالۍ کېسونه درلودل د پړاونو د بشپړولو په موخه یې پاکستان ته کډوال شول، چې اوس له ګڼو امنیتي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.


دوی له هغو هېوادونو چې کډوال مني، په ځانګړي ډول له امریکا څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د دوی د کډوالۍ دوسیو ته رسېدنه وکړي څو له شته ستونزو وژغورل شي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net