هندوستان او وېسټ اینډیز د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیلوي
دغه سیالۍ به د ویسټ اینډیز په بېلابېلو لوبغالو کې ترسره شي.
تر دې وړاندې دواړو لوبډلو د درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم ترسره کړه چې دوه د یو پر وړاندې هندوستان وګټله.
همدارنګه د روانو سیالیو په ترڅ کې لومړی د یادو هېوادونو ترمنځ د دوه ټیسټ سیالیو لوبلړۍ هم ترسره شوې وه چې یو د صفر پر وړاندې هند ګټلې وه.
