په پېکېنګ کې د سېلابونو له کبله د مړو شویو شمېر ۲۱ کسانو ته رسېدلی
د پېکېنګ د هوا پېژندنې ادارې د اعلان پر اساس، د شنبې له ورځې تر پرون سهاره پورې په دغه ښار کې تر ۷۴۴ میلي متره زیات باران اورېدلی دی.
تراوسه پورې د بارانونو په نتیجه کې د سېلابونو له کبله ۲۱ کسان مړه شوي او تر ۲۶ ډېر نور لادرکه شوي دي.
