خوست کې د یوه ماشوم د اختطاف په تور دوه انسان تښتونکي نیول شوي
د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت پرون وویل، ځانګړو ځواکونو یې دغه کسان داسې مهال ونیول چې تښتول شوی ماشوم یې وژلی و.
پېښه د خوست په مرکز متون کې شوې چې تراوسه یې نور جزییات نه دي خپاره شوي.
تر دې وړاندې هم په خوست او نورو ولایتونو کې ورته جنایي پېښې شوي چې لامل یې بې کاري او روانه بې وزلي بلل شوې ده.
په تېره اپرېل میاشته کې د خوست د صرافانو په مارکېټ کې نامعلومه کسانو یو صراف په ډزو وواژه او پیسې یې ترې وې وړې.
