په بامیان کې د فوټسال لوبې پيل شوي
په بامیان کې د روژې پر مهال د اته ویشتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال لوبې پيل شوې.
دا سیالۍ تېره شپه د بامیان په نوي جمنازیوم کې شروع شوي.
د دې ولایت د فوټبال فدراسیون د چارواکو په وینا، په دې سیالیو کې به د بامیان د مرکز او ولسوالیو په شمول د دایکندي دوه لوبډلې ګډون وکړي.
د فوټسال دا لوبې به اتلس ورځې روانې وي.