د افغانستان د کڼو فوټسال لوبغاړي په تهران کې سیالي لري
د افغانستان په ګډون د ۱۱ هېوادونو له ۲۱ کلونو کشرو لوبډلو په تهران کې د آسیا پاسیفیک د فوټسال د کڼو لوبغاړو په ټورنمنټ کې ګډون ته چمتووالی ښودلی.
د ایران د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې د افغانستان، چین، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، عراق، مالیزیا، جاپان، کوېټ او ایران کاڼه لوبغاړي به په دې ټورنمنټ کې ګډون وکړي.
تمه ده چې دا ټورنمنټ به د روان میلادي کال د مې د لومړۍ او نهمې نېټې ترمنځ د ایران په پلازمېنه تهران کې ترسره شي.