Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د کونړ د سرکاڼو اوسېدونکي: د پاکستاني ځواکونو توپونو مو د اوبو رسولو سیسټم ویجاړ کړی

0
د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د شونکړۍ درې اوسېدونکي وايي،د اوبو رسولو پایپي سیسټم مو د پاکستانیو ځواکونو توپونو ویجاړ کړی او د اوبو نشتون ستونزو سره مخ کړي دي.


د دوی په خبره چې ماشومان يی له ليرې چینو او خوړونو اوبه راوړي چې له دې امله یې بچي له ښوونځي او درس ویلو بې برخې دي.


د خلکو په وینا اوس چې له کوم ځایونو اوبه راوړي هغه غیري صحي دي چې د بېلابېلو ناروغیو سبب کېږي.




اته کلنې سلما په یخ ژمي کې نرۍ جامې په تن کړي،له اوبو ډکه لس کیلو يي بوشکه يي پر سر کړې او له یو کیلو متر لیرې پرتې چینې په کنډو کپر او په غرنۍ لاره کور ته روانه ده.


کوچنۍ سلما وایي دوی هره ورځ له یادې چینې څلور او یا هم پنځه پېرې کوې چې همدې کار له ښوونځي او مدرسه بې برخې کړې دي.


دا زیاتوي:" ټوله ورځ مو د اوبو پر وړلو تېریږي.له همدې غمه مې مکتب او مدرسه هم پرېښوده.د اوبو نشتون ستونزه ده، نو څه وکړو ؟ نږدې اوبه نه شته او درس راڅخه پاتې دی."


یادې چینې ته یوازې کوچنیان اوبو پسې نه راځې بلکې غټان له همدې چینې اوبه وړي.


څوک چې موټر لرې،هغه يي په موټر کې وړي او څوک چې لاسي کراچۍ لري هغوی بیا په ډېرو ستونزو سره خپلو کورونو ته اوبه انتقالوي.


۵۰ کلن فقیر الله د شونکړۍ درې قومي مشر وايي دوی ډیورنډ کرښې ته څېرمه او د پاکستانیو ځواکونو له خوا د غځول شوي اغزن سیم سره نږدې پراته دي.


دی وایي تل د پاکستانیو عسکرو د وړو او غټو وسلو ډزو سره مخ دي چې د یاد هېواد توپچې بریدونو يي د اوبو پایپ سکیم ویجاړ کړی دی.


فقیرالله زیاته کړه:" موږ ته د پایپ سکیم پروژه ترسره شوې وه او د هر کور مخې ته د اوبو پايپ لګېدلی و.خو د پاکستانیو ځواکونو توپچې بریدونو هغه پایپونه ویجاړ کړل.اوس مو ماشومان له چینو څخه د څښلو اوبه راوړي چې هغه هم صحې نه دي او ډېری کسان په بېلابېلو ناروغیو اخته دي."




د شونکړۍ درې اوسېدونکي له طالب چارواکو او خیریه ټولنو غواړي چې ورته د څښلو پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې کړې، څو له شته ستونزو وژغورل شي او کوچنیان يي درس ویلو ته اوزګاره شي.


په کونړ کې طالب چارواکي وايی،دوی د یادې ستونزې د هوارې لپاره یو شمېر مؤسساتو او دولتي ارګانونو سره خبرې کړې او له نورو هم غواړې چې د شونکړۍ په څېر د پاکستانیو ځواکونو بریدونو لاندې او جګړو ځپلو خلکو ته د پاکو اوبو برابرولو کې همکاري وکړي.


په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حنیف ازادۍ راډیو ته وویل:"د شونکړۍ علاقه چې د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ کرښې سره پرته ده. دغه ځای کې د څښلو پاکو اوبو کمښت شته.دغه ځای روانې او د چینو اوبه نه لري.د پاکستانيو پوځیانو په توپونو کې يي د اوبو سکیم خراب شوی دی.د سېمې اوسېدونکو د یادو توپونو له وېرې خپل کورونه پرې ايښې وو، اوس بېرته ستانه شوي خو د څښلو پاکې اوبه نه لري.موږ له ټولو مرستندویه ادارو غواړو چې د شونکړۍ د خلکو د څښلو پاکو اوبو ستونزه حل کړي."


د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د شونکړۍ درې اوسېدونکي په داسې حال کې د پاکستانیو ځواکونو په توپچې بریدونو کې د څښلو پاکو اوبو رسولو سیسټم له ویجاړېدو او د اوبو له نشتونه شکایت کوي چې د تېرې سې شنبې په ماښام هم پاکستانیو ځواکونو د یادې ولسوالۍ پر یو شمېر سیمو د توپونو او نورو وسلو په لسګونو ګولۍ را ویشتلې وې چې په کې له لسو زیات څاروي وژل شوي وو او یو تن ټپي شوی و.


تر اوسه پاکستاني حکومت د یادو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net