د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي دي چې د سیند حکومت دا واک لري چې د غورځنګ د مخکښ او د پارلېمان غړي علي وزیر په ګډون د نورو بندي غړو پرضد له مقدمو لاس واخلي او هغوی خوشې کړي. پښتین دا خبره د فبرورۍ پر ۱۳مه په داسې حال کې مشال راډیو ته کړې چې د وزیر پرضد د کراچۍ په عدالت کې مقدمې روانې دي او پر هغه د ریاست ضد د ویناګانو او د خلکو پارولو تورونه دي چې هغه یې ردوي. پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشنبې (اتوار) له ورځې څخه په کراچۍ کې د سیند اسمبلۍ مخې ته د پرلت وهلو اعلان کړی دی او وايي، د وزیر تر خوشې کېدو پورې ورته دوام ورکوي. Читать дальше...
نن یکشنبه (د سلواغې ۲۴مه) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ لوړ رتبه پلاوی قطر ته روان شو.
د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي په یوه لیږل شوي پیغام کې ویلي: "دغه لوړ رتبه پلاوی به هلته د خلیجي هېوادونو له استازو، اروپایي ټولنې له هیئت، د دیني علماوو له اتحادیو او هغو ډپلوماټیکو څانګو سره چې د کابل پرځای یې قطر د فعالیت لپاره ټاکلی دی پر مهمو مسائلو غونډې ولري."
طالبان شااوخو شپږ میاشتې مخکې پر افغانستان بیا واک ترلاسه کړ چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد ددوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
یو شمېر سرچینو او د ښځو چارو فعالانو ازادي راډیو ته تایید کړه چې د شنبې ورځې(د سلواغې ۲۳مه) ناوخته پنځه معترضې ښځې، مدینه دروازي، نایره کوهستاني، مرجان امیري، عاطفه حسیني او معصومه چې د افغانستان د خودجوشه مبارزه ښځو د حرکت غړې دي او له څه مودې راهیسې د امنیتي ستونزو له کبله په امن کور کې ساتل کېدې، د طالبانو له خوا نیول شوي او نامعلوم ځای ته انتقال شوي دي.
د دې حرکت غړې راضیه بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل: "مدینه دروازي او ماشومان یې، نایره کوهستان او دا نور په یوه داسې ځای کې وو لکه امن کور؛ طالبانو... Читать дальше...
نن د فبروري په ۱۳مه نېټه په خوست کې درې نیم ټنه په تاریخ تېرخوراکي توکي چې د ښاروالۍ او امنیتي موظفینو په ګډو عملیاتو کې نیول شوي ول، وسوځول شول.
د ښاروالۍ د تصفیې د کمېسیون مشر نصیب دانش ازادي راډیو ته وویل، دوی په پلان کې لري چې راتلونکې اوونۍ د بنجاره توکو له پلورنځیو څخه هم تاریخ تېره توکي راټول کړي.
ښاغلي دانش زیاته کړه: "زموږ د ښاروالۍ له خوا د تاریخ تېرو توکو د ټولو لپاره یو پلاوی ګمارل شوی چې په ترکیب کې يې امنیتي ادارې هم دي، موږ د یوې میاشتې په موده کې تقریباً درې نیم ټنه په تاریخ... Читать дальше...
په خوست کې پر۳۰۰ یتیمو، بې وزلو او هغو ماشومانو باندې چې د کورنۍ سرپرستي يې ښځې او ماشومان پر غاړه لري، د بېلابېلو ژمنیو توکو مرسته ووېشل شوه.
یادې مرستې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف په مالي لګښت برابرې شوې وې.
د فبرورۍ په ۱۳مه د ودان موسسې یو تن مسوول عبدالمتین خېبر ازادي راډیو ته وویل، په دې بکسونو کې هر ماشوم لپاره موزې، جرابې، پتلون، بنینونه، زیردریشۍ، د غاړې دستمالونه، خولۍ، جمپرونه او نور ژمني توکي په کې دي.
عبدالمتین خېبر زیاته کړه: "درې سوه ماشومانو ته په عموم... Читать дальше...
د هند غوره لیګ سیالیو په بولۍ کې یوازې یو افغان لوبغاړی واخېستل شو.
د هند د کرکټ غوره لیګ بولۍ چې پرون پيل او تراوسه روانه ده، یوازې یو افغان لوبغاړی نور احمد لکڼوال په کې د ګوجرات ټيټانز لوبډلې له خوا په ۳۰ لکه هندي کلدارو واخېستل شو.
یادې لوبډلې له بولۍ مخکې له بل افغان لوبغاړي راشد خان سره هم تړون کړی و.
په بولۍ کې د نورو افغان لوبغاړو اخېستلو ته کومې لوبډلې زړه ښه نه کړ.
د هند غوره لیګ په تېرو پړاونو کې محمد نبي عیسی خېل د سنرایزر حیدراباد، مجیب الرحمن د کېنګز اېلېون پنجاب او سنرایزر... Читать дальше...
په خوست ولایت کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې د یوه خبر په خپرولو سره ویلي دي چې دا سیالۍ یې د خوست ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په هدف پیل کړي دي.
په یادو سیالیو کې د نادرشاه کوټ، اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو ۷ لوبډلې برخه اخلي چې نېږدې یوه میاشت به دوام وکړي.
په خوست کې د فوټبال فدراسیون مسوولان وايي، هڅه کوي چې ورزش لېرې پرتو ولسوالیو ته ولېږدوي او ځوانان سالمو مصروفیتونو ته را وبولي.
په افغانستان کې په رسنیز ډګر کې فعالیتونه لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.سره له دې چې د طالبانو د حکومت شپږ میاشتې په پوره کېدو دي، خو لا هم یو شمېر د رسنیو ملاتړ بنسټونه او خبریالان په دې برخه کې ستونزو ته اندېښمن دي.
د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنه وايي، تېرو شپږو میاشتو کې شااوخوا ۶۰ سلنه نارینه او ۸۰ سلنه ښځینه رسنیزې کار کوونکې وزګارې شوي دي.
د دې ټولنې اجرائیوي مشر حجت الله مجددي د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) ازادي راډیو سره په خبرو کې روان حالت د اندېښنې وړ یاد کړ: "له هغې وروسته... Читать дальше...
خو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست مسوولین وايي چې دوی انځورګرانو ته یوازې له "اسلامي ارشاداتو سره سمه" توصیه کړې ده او پر انځورګرۍ یې بندیز نه دی لګولی.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې په غبرګون چې د افغانستان د کنګل شوېو پیسو نیمه برخه به چې ۳.۵ میلیارد ډالر کېږي، په امریکا کې د سېپټمبر د ۱۱مې پېښې قربانیانو ته د تاوان په ډول ورکړي، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، دا پیسې د هېڅ دولت او هېڅ ځواک نه دي بلکې د افغانستان د خلکو دي.
ښاغلي کرزي دا خبرې د یکشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وکړې.
حامد کرزي وویل، د امریکا ولسمشر جو بایډن باید په خپلې پریکړې له سره کتنه وکړي: "دغه پیسې د هېڅ کوم دولت او یا هېڅ کوم حکومت نه دي، دغه پیسې... Читать дальше...
د سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې ولسمشر بایډن خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته ویلي چې پر اوکراین د برید په صورت کې به امریکا او متحدین یې روسیې ته چټک ځواب ورکړي چې ډېر به ورته ګران پریوځي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د فبرورۍ په ۱۲ مه ناوخته د پرلت په اړه په یو ویډیويي پېغام کې پر ولس غږ کړی چې په دې پرلت کې برخه واخلي.
په ارزګان کې د کرنې رياست له خوا د دغه ولايت په مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې د بې میوو نيالګيو د کرلو کمپاین پیل شو.
د کرنې او مالدارۍ رياست د اطلاعاتو مشر قدرت الله حميدي د ياد کمپاین د پیل پر مهال ازادي راډيو ته وويل: "د نيالګيو دې کمپاین کې به په لومړي ځل په مرکز او ولسواليو کې ۵۵۱۱ غير ميوه لرونکي نيالګي وکرو. له کمپاینه مو هدف د کروندګرو هڅول دي څو خپلو ځمکو کې نيالګي وکري."
نوموړي له عامو خلکو وغوښتل څو يو نيالګۍ د ځان او يو د هېواد سره د مينې په پار وکري.
په ورته مهال هغه کسان چې د... Читать дальше...
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وايي، له ۲۰ ورځو وروسته هم د کابل د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه نه ده حل شوې.
د دې ټولنې مشر عبدالجبار صافي نن د یکشنبې (د سلواغې ۲۴مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د صنعتي پارکونو برېښنا له شلو ورځې پرې کېدو وروسته د برېښنا شرکت پرېکړه کړې چې په ۲۴ساعتونو کې به ۸ ساعته برېښنا صنعتي پارکونو ته ورکول کېږي.
ښاغلی صافی وايي، ۸ ساعته برېښنا تولیدي کارخونو ته بسنه نه کوي او هغوی نه شي کولی په ښه ډول فعالېت وکړي.
له دې مخکې هم صنعتکارانو ویلي و چې د برېښنا د پرې کېدو له امله د ۵۸۰ کارخونو کارونه درېدلي دي. Читать дальше...
د غزني د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې ولایت کې د صادراتو او وارداتو بهیر په نورمال ډول روان دی.
د دې خونې مشر عبدالمتین قلندري نن یکشنبه (د سلواغې ۲۴مه) ازادي راډيو ته وویل، له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته دې ولایت کې د څه مودې لپاره صادرات او واردات کم شوي وو، خو له دوو میاشتو راهیسې په نورمال ډول روان دي.
ښاغلی قلندري وايي، د دې ولایت سوداګرو، ممیز، بادام، د رېشقې او د شوتلې تخم هند، پاکستان او روسیې ته صادر کړي چې بدل کې یې خوراکي توکي او برېښنايي وسایل وارد کړي دي.
که څه هم ښاغلي... Читать дальше...
د طالبانو په حکومت کې د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کمېسیون سرپرست وايي، د افغانستان د اساسي قانون د لغوه کولو واک یوازې هغه بنسټ لري چې دا قانون یې جوړ کړی دی.
سید ابوبکر متقي ازادي راډیو سره مرکه کې وویل، اوسمهال د افغانستان اساسي قانون د تطبیق وړ دی، نه لغوه شوی او نه یې له یوې معتبرې مرجع پرته څوک د لغوه کولو واک لري.
د ښاغلي متقي په خبره، د افغانستان په اساسي قانون کې د بدلون او یا هم لغوه کولو واک یوازې لویې جرګې یا هم عالي شورا ته ورکړل شوی دی.
خو د دې قانون څو مادې چې د جمهور... Читать дальше...
په غزني کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي په دغه ځای کې یې یوه اته کلنه نجلۍ د انسان تښتوونکو له منګولو خلاصه کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حبیب الله مجاهد د یک شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "پرون شنبه د یاد ولایت امنیه قوماندانۍ سرتېرو مرکز ته څېرمه په علي لالا کلي کې هغه نجلۍ د اختطاف کوونکو له منګولو وژغورله چې دوه ورځې مخکې د غزني مرکز له پهلول صاحب کلي څخه نادرکه شوې وه، په تور یې دوه تنه چې یوه ښځه او یو ځوان دی نیول شوي دي."
ښاغلی مجاهد زیاتوي، تر دې څو ورځې وړاندې... Читать дальше...
پنټاګون وایي، داسې شواهد نشته چې ګواکې د دوی اوبتل یا تحت البحري دې د کوریل ټاپوګانو په نژدې سیمه کې د روسیې اوبو ته ننوتلی وي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ د امریکا د پوځ یوه ویاند کایل رینز (Kyle Raines) په یوه بیان کې ویلي، متحده ایالاتونو د روسیې د قلمرو په اوبو کې عملیات نه دي ترسره کړي.
رینز زیاته کړې:"موږ د خپلو اوبتلونو د کره ځای په اړه څه نه وایو" خو په خبره یې دا اوبتلونه په نړیوالو اوبو کې لامبو وهي، الوتنې کوي او خپلې چارې په پوره سوچ او اسانتیا مخته وړي.
دا اعلامیه وروسته... Читать дальше...
فرح المالکي د سعودي عرب اوسېدونکی دی چې پر خپله ځمکه کافي (قهوه) کري او غواړي بچي او لمسي یې هم دا کورنۍ میراث ژوندی وساتي. ۹۱ کلن المالکي د کافي د دانو په ټولولو کې ډېر زیار باسي او وايي، قهوه یې له کیمیاوي موادو پاکه وي. تفصیل د فرانسې خبري اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د افغانستان د راتلونکي نسل یا 'اېف. جي.ای' موسسه د کونړ په سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې دوه زرو ښځو ته کورنۍ باغچې جوړوي.
دا موسسه دې کورنیو ته د باغچو جوړولو وسایل او د تازه ترکاریو تخمونه هم ورکوي او هم یادو ښځو ته د کورنیو باغچو جوړولو روزنه ورکوي.
د یادې موسسې مسولین وایي، له باغچو څارنه او د مشورو ورکړه هم د دوی پرغاړه ده.
د یادې موسسې یو تن مسول ارشاد الحق تالاش ازادي راډیو ته وویل:"سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو کې موږ دوه زرو ښځو ته د سبزیجانو ۷ ډوله تخمونه او د کورنیو باغچو د وسایلو... Читать дальше...
د منځنۍ اسیا د فوټسال د نولس کلنو په اتلولۍ جام کې افغان ټیم نن ماښام له کوربه قرغیزستان سره لوبه لري.
افغانستان داسې وخت له قرغیزستان سره مخ کېږي چې په دې سیالیو کې یې پيل په ماتې کړی دی.
د افغانستان د فوټسال کمېټې د معلوماتو پر اساس پرون له ایران سره په لوبه کې افغان ټيم لس ګولونه وخوړل او په خپله یواځې د درېیو ګولونو په وهلو بریالي شول.
د منځنۍ اسیا د فوټسال نولس کلنو اتلولۍ جام یا کافا د قرغیزستان په کوربه توب پيل شوی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د پروانه ابراهیم خېل له خوشې کېدو هرکلی کړی.
یوناما په یوه ټويټ کې شنبه ناوخته لیکلي چې د څلورو لادرکه شوېو ښځينه فعالانو د خوشې کېدو له هڅوونکو راپورونو هرکلی کوي.
یوناما زیاته کړې چې د دغو ښځو سلامتیا او خوندیتوب یوه جدي اندېښنه ده. ملګرو ملتونو ډاډ ورکړی چې د ټولو افغانانو د حقونو د ملاتړ لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د راپورونو له مخې پروانه ابراهیم خېل چې درې اوونۍ مخکې له خپله کوره وړل شوې وه د جمعې په شپه خوشې شوې ده.
د پروانې... Читать дальше...
د امريکا ولسمشر جوبايډن پرون له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره خبرې کړي.
د سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې ولسمشر بایډن خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته ویلي چې پر اوکراین د برید په صورت کې به متحده ایالات او متحدین یې روسیې ته چټک ځواب ورکړي او روسیې ته به ډېر ګران پریوځي.
دوی دواړو وروسته له هغه خبرې وکړې چې واشنګټن او متحدینو یې خبرداری ورکړی چې ممکنه ده روسي ځواکونه هره شېبه چې وغواړي په اوکراین برید وکړي.
خو روسیې پر اوکراین د برید پلان رد کړی دی.
د ترکمنستان د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون یوه چارواکي پرون (شنبه، د فبرورۍ ۱۲مه) وویل چې په دغه هېواد کې به د ولسمشرۍ ټاکنې د مارچ په ۱۴مه نېټه ترسره شي.
دا وروسته له هغه چې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د خپلې استعفی په اړه یو څه یادونې کړي دي.
ولسمشر بردي محمدوف په دې وروستیو کې د ترکمنستان د مشرانو جرګې یوې ځانګړې غونډې ته ویلي و چې غواړي واک 'ځوان مشرانو' ته وسپاري، خو دا یې ونه ویل چې کله به استعفا وکړي.
له کلونو راهیسې داسې ګنګوسې روانې دي چې د ترکمنستان دا ۶۴ کلن دیکتاتور مشر... Читать дальше...
د کاناډا پولیسو پرون (شنبه د فبروري په ۱۲) د هغو لاریونوالو مخه ونیوله چې په وینډزور ګمرک کې یې د امریکا او کاناډا ترمنځ د سوداګرۍ بهیر ځنډنی کړی وو.
لاریونوالو ټوله شپه د کاناډا او امریکا ترمنځ په یوه مهم ګمرک کې تېره کړې وه خو د پولیسو په راتلو له سیمې وتلو ته اړ شول.
د لاریون ګډونوال ګڼو عمومي ځایونو ته د کرونا د واکسین د جواز د وړلو په خلاف دي او په همدې خاطر لاریون ته وتلي وو.
ورته لاریونونه په امریکا، فرانسې، نیوزیلنډ او اسټرالیا کې هم شوي دي.
Спорт в России и мире
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Путин в России и мире
Лукашенко в Беларуси и мире
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net