Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د افغانستان کنګل شوې شتمني؛ امریکا: د محکمې له پرېکړې وروسته عملي اقدام کېږي

0
د افغانستان د کنګل شوې شتمنیو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن له پرېکړې وروسته سپینه ماڼۍ وايي، تر کومه چې محکمې حکم  نه وي کړی دا شتمني نه انتقالېږي.


د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د سې شنبې په ورځ په دې اړه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل: "لکه څنګه چې پوهېږئ د سېپټمبر د ۱۱مې د ډېری قربانیانو کورنیو چې دې پېښه کې یې د کورني غړي وژل شوي، د طالبانو پر وړاندې ادعاګانې کړي دي، نو په دې اړه د فدرال محکمه څېړنې کوي، نو بناً د افغانستان ۳.۵ میلیارده ډالر به په متحدو ایالاتونو کې پاتې شي، په دې اړه به د محکمې حکم او رایه پرېکړه وکړي."


د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د روانې فبرورۍ په ۱۱مه د یوه اجرائیوي فرمان په صادرولو سره د افغانستان اقتصادي‌ او بشري کړکېچ ته د رسېدنې په هدف د افغانستان بانک د یوه اندازه کنګل شوېو پیسو 'اووه میلیارډه ډالره' د ازادېدو پرېکړه وکړه، خو ويې ویل د دغه پیسو سمه نیمه برخه به د سېپټمبر د ۱۱مې نېتې د قربانیانو کورنیو ته ورکول شي.




د سېپټمبر د ۱۱مې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د یوې برخې د انتقال په اړه د ښاغلي بایډن پرېکړه، په افغانستان کې دننه او بهر له تُند غبرګونونو سره مخ شوې ده.


د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي چې بایډن د افغانستان د شتمنیو د ترلاسه کېدو هڅه کوي.


عام افغانان هم د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه سمه نه ګني: "زما نوم دوست محمد دی د مرکز اسعد اباد اوسېدونکی یم، زموږ چې کومه پانګه په امریکايي بانکونو کې پرته ده دوی یې یوازې د ساتلو مسولیت لري، د امریکا ولسمشر بایډن د دې پیسو  د تقسیم یا په دې کې د لاسوهنې حق نه لري، موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې باید د امریکا د دغه پرېکړې مخه ونیسي.


-زما نوم خاطره نوري ده د کابل اوسېدونکې یم، دا یوه غلته او ظالمه پرېکړه ده، نه خو د سېپټمبر د ۱۱مې په پېښه کې افغانانو لاس درلود او نه یې په کې برخه اخیستې وه، کومې پیسې چې هلته دي دا د افغان ملت پیسې دي دا کومې ډلې یا د کوم حکومت پیسې نه دي چې امریکا یې په خپل سر او په خپله خوښه مصرفوي."


په دې اړه تړاو د پلازمینې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونوو کې لارینونه او اعتراضیه غونډې هم شوې دي.




د سېپټمبر د ۱۱مې حملې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په افغانستان کې د طالبانو په تېر ځل واکمنۍ کې وشوې.


هغه مهال امریکا  د طالبانو له حکومته د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د سپارلو غوښتنه کړې وه، خو د دې غوښتنې د نه منلو په پایله کې امریکا پر افغانستان حمله وکړه او د طالبانو واکمني یې وپرځوله.


طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره له امریکا یو ځل بیا غوښتي چې د افغانانو شتمني بې قید او شرطه خوشې کړي.


په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی که امریکا په دې اړه خپل درېځ بدل نه کړي نو طالبان به د هغه هېواد په اړه په خپلې کړنلارې له سره غور وکړي.


طالبانو هم په خپله اعلامیه کې دغه شان د سپټمبر د یولسمې په پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي او ویلي دي چې دغه  پېښې په افغانانو پورې هیڅ تړاو نه درلود.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net