کندهار کې ترافیکې پېښې زیاتې شوي؛ مېروېس روغتون: تېره میاشت یې ۳۰ کسان وژلي
میرویس روغتون کې بستر ګل اغا چې لس ورځې وړاندې يې ترافیکي پېښه کې پښه ژوبل شوه.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "د مارګېل پر سړک له خامې یو موټر سایکل راغی، ویې وهلم او په پنجرو کې ونښتم چې پښه مې ژوبله شوه، د درمنلې لپاره له هېواده بهر هم ولاړم خو ډاکټرانو درملنه ونه شوای کولی او بلاخره يې پښه قطع کړه."
د کندهار د مرکزي روغتون په جراحي وارډ کې چې یو وخت په کې د جګړې د قربانیانو درملنه کېده، اوس تر ډېره د ترافیکي پېښو د قربانیانو درملنه روانه ده.
خلک وايي، ترافیکي پېښو کې یو شمېر نظامي طالبان هم شامل دي چې تر ډېره ترافیکي نظم نه مراعتوي.
سید محمد د خپل ورور علي محمد کیسه کوي چې څنګه یې د طالبانو له خوا په موټر ووهل شو: "دی پر موټر سایکل سپور و، د طالبان فېلډر د شا له خوا ورپسې و، د شپې پرمهال یې وهلی، پښه او سر یې مات دي."
د کندهار د میرویس حوزوي روغتون مشر ډاکټر نعمت الله شهزاد وايي، تېره یوه میاشت کې دې روغتون ته تر اووه سوه ډېر د ترافیکې پېښو قربانیان ور وړل شوي چې له امله یې ۲۷ کسانو خپل ژوند هم بایللی دی.
شهزاد وايي: "د ترافیکي پېښو له کبله په ټوله کې ۷۲۱ ټول ټپیان لرو، د مړو شمېر په روغتون کې ۱۳ دی او د روغتون څخه بهر ۱۴ مړه دي، یعنې ټول ۲۷ تنه په یوه میاشت کې تلفات لرو."
بل لوري ته په کندهار کې د طالبانو د حکومت امنیه قوماندان مولوي عبدالغفار محمدي وايي، له دې وروسته هغو کسانو ته د موټر چلولو اجازه نه ورکوي چې قانوني سند ونه لري.
دی وايي: "ترافیکې پېښې تېره میاشت کې تقریباً ۱۲پېښې شوي دي په دې کې یوازې نظامیان نه دي عام ولس هم په دې پېښو کې دي، کوښښ کوو چې خپل نظامیان د ترافیکې اصولو مراعت ته وهڅوو."
د کندهار روغتیايي مسولان وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې میرویس روغتون ته د ترافیکي پيښو له امله نژدې څلور زره کسان ور وړل شوي چې له امله یې ۱۱۶ کسان په ترافیکي پېښو وژل شوي هم دي.
بې احتیاطي، د ټرافیکي نظم نشتوالی او د ترافیکي اشارو نامنظموالی خلک د ترافیکي پېښو د زیاتوالي اصلي لاملونه بولي.
