ملګروملتونو د یمن ۸ میلیونه وګړو ته د بشري مرستو د کمولو خبرداری ورکړ
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر مارتین ګریفټس او د یمن لپاره د دې سازمان ځانګړي استازي هانس ګروندبېرګ پرون د سلواغې په ۲۶مه نېټه وویل، په یمن کې په تېره جنوري میاشت کې د ملکي تلفاتو شمېر د تېرو درېیو کلونو پرتله تر ټولو زیات وو.
د ښاغلي ګریفټس په وینا په جنوري میاشت کې په یمن کې له ۶۵۰ زیات ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.
د یمن کورنۍ جګړه په ۲۰۱۴ کال کې هغه مهال پیل شوه چې ایران پلوو حوثي یاغیانو د دې هېواد پلازمېنه صنعا ونیوله. له دې وروسته په ۲۰۱۵م زیږدیز کال کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف په دې مقصد په جنګ کې شامل شو چې عبدالربه منصور هادي بیا د ولسمشرۍ پر څوکۍ کېنوي.
