طالبان: له ترکیې ۷۵۰ ټنه مرسته شوي توکي د هرات تورغونډۍ ته ورسېدل
دا خبره د طالبانو یوه ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټویټرپاڼه لیکلې ده.
څو ورځې وړاندې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې مشر کابل کې وویل، دوی به په دوو جوپو کې ۱۲ نیم سوه ټنه بشري مرسته افغانستان ته ولېږي.
په دې مرستو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي او دغه راز دارو درمل شامل دي.
