روسیه کې د کرونا ویروس بېساری لوړ شمېر ثبت شو
مثبتې پېښې په داسې حال کې زیاتې شوي چې تېره میاشت د کرونا ویروس اومېکرون بڼه د روسیې ټولو برخو ته خپره شوه.
په روسیه کې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره ګمارل شوې ډلې دغه ارقام نن یکشنبه خپاره کړې چې د پرون پرتله ۲۸۰۰ زیاتوالی په کې راغلی.
که څه هم د مثبتو پېښو شمېر زیات شوی، خو په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مړینو شمېر یو څه کم شوی دی.
د مړینو شمېر په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶۱ و، حال دا چې تر دې یوه ورځ مخکې دغه شمېر ۷۹۶ ثبت شوی دی.
په روسیه کې په ټوله کې د کرونا ویروس ۱۲ ملیونه او اته لکه مثبتې پېښې او د درې لکه ۳۵زره ۴۱۴ کسانو مړینه ثبت شوې ده.
